ژبه

د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه ناسته وشوه

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۱): په افغانستان کې له بدلون وروسته د لومړي ځل پلاره د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه غونډه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري د وري په ۱۰مه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وویل، د افغانستان نوی حکومت غواړي له پاکستان او چین سره نږدې اړیکې ولري.

نوموړي ویلي، په سیمه کې د اقتصادي همکارۍ لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي نو اړينه ده چې درې واړه هېوادونه له يو بل سره همکاري ډېره کړي.

متقي زياته کړې، افغانستان د بسپنو پر ځای لېوال دی چې له سیمې سره اقتصادي مشارکت ولري.

د هغه په وينا چې د افغانستان حکومت غواړي مرکزي او جنوبي اسیا د ترانزيټ  له لارې سره ونښلوي او هم د افغانستان محصولات د پاکستان  له  لارې  چین او هند ته ورسېږي.

همدارنګه په اعلامیه کې راغلي چې په دې ناسته کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وویل چې درې واړه هېوادونه به د درې اړخيز ميکانيزيم له لارې خپلو همکاريو ته له يو بل سره دوام ورکړي.

وانګ یي غوښتنه وکړه چې باید درې واړه هېوادونه سیاسي او اقتصادي همکارۍ نورې هم زیاتې او ژورې کړي.

دغه راز په دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سیمې ترمنځ د اقتصادي اتصال ملاتړ وکړ.

د يادونې ده، د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې دا ډول درې اړخیزې ناستې به دوام پیدا کړي.

[/restrict]