جلال اباد (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، جلال اباد ښار کې د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري د پیل شوو عملياتو پر مهال ۸۰ ميله وسلې او نور جنګي مهمات او وسايل ترلاسه شوي دي.
په ننګرهار کې د کور په کور پلټنې عمليات پرون پيل شوي چې په کې د استخباراتو رياست منسوبين، د امنیې قوماندانۍ پوليس، د دفاع وزارت او سرحدي ځواکونه برخه لري.
په ختيځ کې د خالد بن وليد قول اردو ویاند مولوي وحيدالله محمدي د وري په ۱۵مه پژواک اژانس ته وويل چې د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اړوند مولوي خالص فاميليو، بلند غر، دامان او د سره رود شيخ مصري سيمو کې د ګډو کورنيو ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په دوام ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ترلاسه شوو وسلو، مهماتو او وسايلو کې ۸۰ ميله بېلابېل ډول وسلې، ۱۷ دوربينونه، ۱۱۳ شاژورونه، ۷ چانټې، ۵ مخابرې، ۸۶۶ فيره بېلابېل ډول مرمۍ، ۱۱ برېښنايي وسايل، ۲ قولې باروت، ۳ لاسي برچې، ۲۵ پايې نظامي چپرکټونه، ۳ فليتې او ۴ بکسې یونيفورمونه شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن