ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: د ایران د مشهد برید کې افغانان لاس نه لري

مجاهد: د ایران د مشهد برید کې افغانان لاس نه لري

author avatar
7 Apr 2022 - 03:23
مجاهد: د ایران د مشهد برید کې افغانان لاس نه لري
author avatar
7 Apr 2022 - 03:23

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د ایران پر یوه مذهبي ځای شوی برید غندلی او ویلي یې دي چې دغه برید په افغانانو پورې تړاو نه لري.

پرون (سې شنبې) له غرمې وروسته د ایران په مشهد ښار کې د ایران د یوه  مذهبي مشر امام رضا په زیارت کې یوه کس پر درېيو ایراني ملایانو د چاقو ګوزارونه کړي وو چې له امله یې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان وو.

له یادې پېښې وروسته ایراني رسنیو بېلابېل خبرونه ورکړي وو، ځینو ویلي وو چې بریدګر افغان دی چې په دې وروستیو کې دغه هېواد ته په غیر قانوني توګه سفر کړی و.

دغه راز تسنیم رسنۍ خبر ورکړی چې بریدګر یو ازبک دی او د پاکستان له بلوچستان ایالته مشهد ته ورغلی و.

له برید وروسته د ایران په ځینو سیمو کې پر افغانانو بریدونه شوي او له هغوی سره د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي دي. دغه راز ایرانیانو دلاریونونو پر مهال له دغه هېواده د افغانانو د ایستلو غوښتنې هم کړې دي.

بلخوا د افغانستان سرپرست حکومت دغه برید غندلی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې لیکلي چې افغانستان یا افغانان په دغه برید کې لاس نه لري.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ویلي چې دغه برید د (تکفیري) ډلې اړوند کسانو ترسره کړی دی.

هغه زیاته کړې، یو شمیر منافقان په قومي او مذهبي اختلافاتو سره د مسلمانانو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.