ژبه

د هلمند کروندګر له حکومته د پستې باغونه غواړي

لښکرګاه (پژواک، ۲۸وری ۱۴۰۱): د هلمند کروندګر او بڼوال وايي، دغه ولایت د پستې باغونو جوړولو لپاره ډېر مناسب دی او له حکومته غواړي چې دوی ته دې باغونه جوړ کړي.

د یاد ولايت د کرنې رياست مسوولين بيا وايي چې سږ کال يې د  پستې لس زره نيالګيو قوريه جوړه کړې او راتلونکی کال به يې پر بڼوالو ووېشي.

ترسره شويو څېړنو ثابته کړې چې د هلمند مرکز لښکرګاه، نهرسراج، نادعلي، ګرمسېر او ځينې نورې سيمې د پستې باغونو لپاره ډېرې مناسبې دي.

اوس په يادو سيمو کې ډېری خلکو د پستو باغونه جوړ کړي او له حاصلاتو يې راضي دي.

د لښکرګاه د بولان سيمې اوسېدونکی محمد چې د پستې ۹۰۰ونې يې حاصل ته برابرې شوې دي، پژواک خبري آژانس ته يې وويل: "د پستې ۹۰۰ ونې لرم او تېر کال مې ۵۱۰کیلوګرامه حاصل ترې واخيست او ډېری برخه مو چین او نورو هېوادونو ته صادر کړې."

هغه له حکومته وغوښتل چې له خلکو سره دې د پستې باغونو جوړولو کې مرسته وکړي.

دی وايي: "له حکومته مو غوښتنه داده چې موږ ته دې عصري ماشينونه راکړي، څو د خپلو حاصلاتو په پروسس کې ترې استفاده وکړو."

د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی او بڼوال محمد لعل هم وويل، د پستې دوه جريبه ځمکه یو بڼ لري او په خبره يې چې حاصلات يې د نورو شيانو په پرتله ښه و.

ده وویل: "په ایران کې مې د پستې په باغونو کې ډېر کار کړی او ښه تجربه لرم؛ دغه مېوه ښه عايد لري خو بايد سم وروزل شي."

دی وايي، د خپلو حاصلاتو يوه کيلو يې په ۷۱۰ افغانۍ پلوري او له ترياکو او نورو محصولاتو ښه ګټه لري.

بل خوا د هلمند ولايت د کرنې رياست وايي، راتلونکی کال به د ياد ولايت په بېلا بېلو ولسواليو کې د پستې لا زيات باغونه جوړ کړي.

د دغه رياست يوه مسوول اکرام الدین نیازي پژواک پژواک ته وويل: "سږ کال مو د پستو لس زره نيالګيو کوريه کرلې اوهوډ لرو چې راتلونکی کال په هلمند کې د پستې ۱۰۰جريبه نوي باغونه جوړ کړو."

دی وايي، همدا اوس په هلمند کې پر پستې سربېره پر۳۵۰ جريبه ځمکه د شفتالو، انارو او نورو مېوو باغونه جوړ شوي او خلک يې له حاصلاتو ډېر خوښ دي.

ورته موضوع