Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مزار شریف نښته کې د عطاء محمد نور خوریی وژل شوی

مزار شریف (پژواک، د غویي لومړۍ نیټه ۱۴۰۱) : د بلخ امنیه قومانداني وایي چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د عطا مجمد نور خوریي له یوه بل تن سره وژل شوی.

د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري د غویي په لومړۍ نیټه د شپې ناوخته پژواک خبري آژانس ته وویل،  چې نن تر ماښام وروسته اوه بجې د مزارشریف ښار د دویمې ناحیې بابه قمبر په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او د بلخ دپخواني والي  عطا محمد نور اړونده وسله‌والو ترمنځ نښته شوې.

هغه زیاته کړه، چې په دې نښته کې د سهیل زمري په ګډون دوه وسله وال وژل شوي.

د وزیري په وینا سهیل زمری د  عطا محمد نور خوریي دی.

د امنیه قوماندان ویاند وایي، د پېښې ځای د امنیتي کسانو له لوري په بشپړ ډول تصفیه شوی او له دغه ځایه درې میله کرینکوف، یو قبضه راکیټ او یو میل تنفګچه هم ترلاسه شوي.

هغه همدار راز وایي، چې په دغه پېښه کې امنیتي کسانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې او پر ټولنیز رسنیو کې خپرې شوې ګنګوسې چې ګواګي امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، بې بنسټه دي.

په ټولنیزو شبکو کې خلکو د سیمې د اوسیدونکو په حواله ادعا کړې چې په دې نښته کې د مزار شریف ښار د څلورمې حوزې د امر په ګډون اوه سرتیري هم وژل شوي دي.

عطا محمد نور  تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د مزار شریف په یوه جومات کې د چاودنې له امله لسګونو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.