منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۵ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غزني ښار کې چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۳۵ کتنې · تازه شوی

غزني (پژواک، ۳۰ غويی ۱۴۰۱): د غزني ولایت د مرکز لومړۍ ناحیه کې د چاودېدونکو توکو چاودنې له امله دوو ماشومانو مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر غړی سید اسحاق صالح وايي چې دغه چاودنه نن مازديګر د غزني ښار د لومړۍ حوزې اړوند سيمه کې له "میده پله" سره نږدې شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغو ماشومانو زړې اوسپنې راټولې کړې وې، غوښتل یې ویې پلوري.

دی وايي، د همدغو اوسپنو په منځ کې چاودېدونکي توکي وو چې چاودنه يې پرې کړې ده.

 هغه وويل چې په دې پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او یو بل سخت ټپې دی او زیاتوي چې ټپي ماشوم ولایتي روغتون ته لېږدول شوی دی.

د ياد روغتون یو نوکریوال ډاکټر نورالله وایي چې د پېښې له ځایه ورته یو ماشوم په ټپي حالت کې ور وړل شوی دی.

هغه زیاتوي چې د ماشوم ټپونه ژور دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized