میدانښار (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د میدان وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې له امله دوو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاده پېښه نن د سیداباد ولسوالۍ د لوړې په کلي کې شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، د یادې پېښې قربانیان خور او ورور دي، کور ته په لاره وو چې یاده چاودنه پرې شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، یوه ماشوم روغتون ته پر لار ساه ورکړې او بله ماشومه د ښې درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوې او روغتیایې وضیعت یې د ډاډ وړ نه دی.
دا لومړی ځل نه دی چې په میدان وردګو کې دا ډول پېښه کېږي، بلکې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د تېرو څلورو لسیزو جګړو د پاتې ناچاودو توکو د چاودنو له امله هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
Visits: 221
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن