ژبه

جاپان له افغانستان سره ۱۴ میلیون ډالر مرسته کوي

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱): جاپان له افغانستان سره په پراختيايي برخو کې ۱۴ میلیون امریکایي ډالر مرسته کوي او ناروې ویلي چې له کنګل حالته د افغانستان د شتمنۍ د ایستلو پلوي کوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ضيا‌احمد تکل پر خپل ټويټر ليکلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په دوحه کې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا سره کتلي دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، اوکادا ویلي چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د کرنې په ګډون په بېلابېلو پراختيايي برخو کې ۱۴ میلیون امریکایي ډالره مرسته وکړي.

هغه ويلي چې جاپان له افغانانو سره بشري مرستې او نورې همکارۍ له سیاسي مسایلو سره نه تړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، متقي په دې کتنه کې ويلي: «ټوله نړۍ مسؤلیت لري چې د افغانستان د بیا ابادۍ لپاره د نوي افغان حکومت لاسنیوی او ملاتړ وکړي، تر څو وکولای شو د څلورو لسیزو جګړو ځپلی افغانستان ودان کړو.»

دغه‌راز، تکل ليکلي چې متقي په دوحه کې د افغانستان لپاره د ناروې له سفیر اولي لینډمن سره هم کتلي او لینډمن ويلي چې له کنګله د افغانستان د شتمنۍ د ازادېدو پلوی دی.

د امریکا متحده ایالتونو وروسته له هغه د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده امریکایي ډالره شتمني کنګل کړه چې تېر کال په زمري میاشت کې د افغانستان تېر حکومت له منځه ولاړ او اوسني حکومت یې ځای ونیو.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د مالیې وزارت او مرکزي بانک له چارواکو سره قطر ته تللی او هلته یې له کنګل څخه د یادې شتمنۍ د ازادېدو په تړاو خبرې کړې دي.