ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شېرین ګل: د اغزن سیم تېرېدو له امله اووه کاله کېږي د پلار کره نه یم تللې

شېرین ګل: د اغزن سیم تېرېدو له امله اووه کاله کېږي د پلار کره نه یم تللې

author avatar
8 Jul 2022 - 09:54
شېرین ګل: د اغزن سیم تېرېدو له امله اووه کاله کېږي د پلار کره نه یم تللې
author avatar
8 Jul 2022 - 09:54

اسعداباد (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د کونړ یوه اوسېدونکې شېرین ګل – چې په یو کلي کې یې د پلار او خسر کورونه پر ډیورنډ کرښه تېر شوي اغزن سیم بېل کړي – اووه کاله کېږي د خپلې پلارګنۍ کره نه ده تللې او له حکومته غواړي چې دوی دې بېرته سره یوځای کړي.

دوکالام د دغه ولایت د ناړۍ ولسوالۍ هغه کلی دی چې اووه کاله مخکې د پاکستان له خوا د اغزن سیم په وسیله په دوو برخو وېشل شوی دی.

۳۸ کلنه شېرین ګل وايي چې حکومت دې د دوی د بېرته يوځای کولو لپاره اقدام وکړي.

هغې زیاته کړه چې اته کاله مخکې يې د خپل کلي له يوه ځوان سره واده وکړ او اوس د درېيو بچيانو مور ده.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وویل: «له اوو کالو راهيسې مې له پلار، مور، وروڼو او نورو خپلوانو سره له نږدې ناستی نه دی شوی، يوازې د ټيلېفون له لارې يو د بل حال اخلو.»

د هغې په خبره چې د پلار او خسرګنۍ کورونه يې څنګ په څنګ دي، خو د اغزن سیم په وسیله سره بېل شوي او يو د بل په غم او ښادۍ کې ګډون نه شي کولای.

نوموړې وویل: «په خپلوانو پسې مې ډېره خپه شوې یم؛ د اوو کالو په اوږدو کې مې تره او د ماما زوی وفات شوي خو زما یې په لیدو کې نصیب نه و.»

د دغه ولایت قومي مشران هم وايي چې د اغزن سیم په وسيله د يوه کلي او قوم خلک سره وېشل شوي او دا کار له دوی سره لوی ظلم ګڼي.

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ دوکلام سیمې قومي مشر حاجي ولایت خان پژواک ته وویل: «زموږ د ناړۍ ولسوالۍ دوکلام سیمه کې د پاکستان له لوري اغزن تار په غځېدو سره ګڼې خپلوانې کورنۍ بېلې شوې دي.»

هغه له حکومته وغوښتل چې خلکو ته دې د ازاد تګ راتګ او د خپلوۍ اړیکو پاللو لپاره زمينه برابره کړي.

د ناړۍ ولسوال مولوي ظاهر هم مني چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ته مېشت خلک له یو بل سره خپلوۍ او ژورې اړیکې لري، له کلونو را هیسې د پاکستان له خوا د اغزن سیم لګېدو له امله خلکو ته ستونزې جوړې شوې دي .

هغه وویل: «دواړو حکومتونو ته پکار ده چې د ګاونډیتوب ښې اړیکي ولري او د کرښې دواړو خواوو ته مېشتو قومونو ته د تګ راتګ داسې زمینه برابره کړي چې د پخوا په څېر د خپلوۍ او سوداګرۍ اړیکې وپالي.»

د يادونې ده، پاکستان څو کاله مخکې د افغان ولس له مخالفتونو سره سره د کونړ په ګډون د افغانستان په ډېرو سوېلي ولایتونو کې پر ډيورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم غځول پیل کړل او اوس يې دغه کار تر ډېره بشپړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت د پاکستان له لوري د اغزن سیم له غځولو سره مخالفت ښودلی او د دواړو هېوادونو د سرحدي پوځيانو ترمنځ په ځينو سيمو کې څو ځلې د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

Visits: 80

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.