ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زلزلې پکتیکا کې يو ځل بيا لس کسان ټپيان کړل

زلزلې پکتیکا کې يو ځل بيا لس کسان ټپيان کړل

author avatar
18 Jul 2022 - 18:41
زلزلې پکتیکا کې يو ځل بيا لس کسان ټپيان کړل
author avatar
18 Jul 2022 - 18:41

ښرنه (پژواک، ٢٧ چنګاښ ١۴٠١): حکومتي مسوولين وايي، د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله لس کسان ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، نن شاخوا پنځه بجې په پکتيکا، خوست او ننګرهار ولايتونو کې زلزله شوې ده.

د پکتيکا د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر محمدیعقوب پتمل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په ګیان ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۷ کسان ټپيان شوي چې روغتيايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې په دې زلزله کې ځیني هغه کورونه هم نړېدلي چې د تېرو ورځو په زلزلو کې زيانمن شوي وو.

خو د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس محمد امین حذیفه په ګیان ولسوالي کې د وروستۍ زلزلې له امله د ټپيانو شمېر ۱۰ تنه ښیي.
د چارواکو په خبره، د زلزلې په وروستۍ پېښه کې څوک مړه شوي نه دي.
د يادونې ده، شاوخوا يوه مياشت وړاندې هم د پکتيکا په ګيان او برمل ولسواليو کې زلزله شوې وه چې له امله يې شاوخوا ٢٥٠٠ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه او سلګونه کورونه نړېدلي وو.

Visits: 96

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.