ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې د باروړونکو موټرو چلوونکي د ناقانونه پیسو اخیستلو مخنیوي غوښتنه کوي

نیمروز کې د باروړونکو موټرو چلوونکي د ناقانونه پیسو اخیستلو مخنیوي غوښتنه کوي

author avatar
22 Jul 2022 - 18:34
نیمروز کې د باروړونکو موټرو چلوونکي د ناقانونه پیسو اخیستلو مخنیوي غوښتنه کوي
author avatar
22 Jul 2022 - 18:34

زرنج (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۱): په نیمروز ولایت کې ځیني د باروړونکو موټرو چلوونکي وایي، د ترانسپورټ اداره په دلارام سیمه کې ورڅخه پیسې اخلي، خو دغه اداره وایي چې دا ترانسپورټي کمېشن دی.

د باروړونکو موټرو چلوونکي الله‌نور افغان پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: «د نیمرزو ترانسپورټ ادارې د دغه ولایت په دلارام سیمه کې چک‌پایڼت جوړ کړی او د ترانسپورټ ادارې په نوم له باروړونکو موټرو پیسې اخلي.»

ده زیاته کړه چې دغه پیسې له هغو موټرچلوونکو اخیستل کېږي چې له فراه، کابل، هرات، کندهار او نورو ولایتونو څخه نیمروز ته مالونه راوړي او دغه بار یې هم داخلي وي.

هغه وویل، دوی د پیسو اندازه د لارې واټن ته په کتو سره ټاکلې چې له ۱۰۰۰ تر ۴۰۰۰ افغانیو اخیستل کېږي.

هغه په ډاګه کړه: «د دلارام په چک‌پایڼت له هغو موټرو چې له هلمند څخه نیمروز ته بار راوړي، له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ افغانیو، د کندهار – نیمروز له مسیره ۳۰۰۰، د کابل – نیمروز ۴۰۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي او دا د بېوزلو خلکو په حق کې یوه لویه جفا ده چې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره دغه اوږدې او خطرناکې لارې وهي.»

الله‌نور وویل، یاد چک‌پاینټ په تېر حکومت کې له منځه  تللی و، خو د نوي حکومت په راتلو سره بیا ځلي جوړ شو او که موټر چلوونکو څومره شکایتونه وکړل، خو رسېدنه ورته ونه شوه.

افغان د زرنج د ترانسپورټ اداره په فساد تورنه کړه، ویې ویل: «دغه کار د افغانستان په هيڅ ولایت کې نه دی شوی، صرف په دلارام ولسوالۍ کې موجود دی او دا کاملا ناقانونه دی، د ترانسپورټ اداره باید په دې اړه غریبو خلکو ځوابګویه وي.»

هغه زیاته کړه، د ترانسپورت ادارې پر دلارام چک‌پاینټ سربيره د ابریشم په سرحد کې هم یوه څانګه جوړه کړې چې د ابریشم په پله کې له هغه موټرو چې له ایرانه نیمروز ته راځي، د «حق العبور» په نامه  ۳۰۰ افغانۍ اخلي، په داسې حال کې چې دغو موټرو ګمرکي محصول هم ورکړی وي.

خو د نیمروز د ځمکني ترانسپورټ رییس حیات‌الله قریشي پژواک ته وویل، د باروړونکو موټرو چلوونکي چې ۵۰۰ کیلومتره وټن وهي، باید ترانسپورټ ته کمېشن ورکړي چې دغه کمېشن له داخلي بارونو څخه نه دی اخیستل شوی، بلکې له بهرني بارونو اخیستل کېږي.

هغه زیاته کړه، هغه موټر چې د سپین بولدک او یا جلال‌اباد له خوا راځي، د ۵۰۰ کیلومترو بشپړ کمېشن نه تحویلوي، بلکې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کیلومترو کمېشن ورکوي، د پیو د ورکړې پاڼې تر لیدلو وروسته ترانسپورټ اړ دی چې د کمېشن پوره پیسې واخلي.

هغه زیاته کړه، د نیمروز په ګمرک کې کمېشن په بشپړ ډول اخیستل کېږي، خو که له نورو مرزونو څخه بار راوړل کېږي، بشپړکمېشن ترې نه اخیستل کېږي، نو ځکه د نیمروز د ترانسپورټ اداره په دلارام ولسوالۍ کې بشپړ کمېشن اخلي.

د قریشي په خبره، دغه طرزالعمل له مخکې نه همداسې دی او اوسمهال د ترانسپورټ وزارت هم په جریان کې دی او د کمېشن ۵۰۰ کتابچې یې له وزارته غوښتې دي.

Visits: 109

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.