ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د غلاوو په تور یوولس کسان نیول شوي

ننګرهار کې د غلاوو په تور یوولس کسان نیول شوي

author avatar
26 Jul 2022 - 16:30
ننګرهار کې د غلاوو په تور یوولس کسان نیول شوي
author avatar
26 Jul 2022 - 16:30

جلال اباد (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یې د غلاوو او ځینو نورو جرمونو په تور ۱۶ کسان نیولي دي.

چارواکي وايي، په یادو کسانو کې د نامشروع اړيکو په تور د دوو ښځو په ګډون څلور نیول شوي کسان هم شامل دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حاجي رييس زابلي د زمري په ۴مه پژواک اژانس ته وويل چې امنيتي کسانو يې په تېرو دوو ورځو کې د جلال اباد ښار، سره رود او کوز کونړ ولسواليو مربوطاتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۶ کسان نيولي دي.

هغه زياته کړه، د وسله والو غلو يوه څلور کسيزه ډله يې نن د جلال اباد ښار د درېيمې حوزې په مربوطاتو کې نيولې ده.

دی وايي چې يوه بله د وسله والو غلو اووه کسيزه ډله پرون د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې نيول شوې چې دواړو ډلو له خلکو د ښار په مختلفو برخو کې غلاوې کولې او د وسلې په زور يې خلک لوټل.

د قوماندانۍ وياند دغه راز زياتوي چې د سره رود او کوز کونړ ولسواليو مربوطاتو کې د دوو ښځو په ګډون څلور کسان د نامشروع اړيکو په تور هم نيول شوي دي.

د زابلي د معلوماتو له مخې، يو بل کس چې ۲۰۰ کيلوګرامه چرس ورسره وو، د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ثمرخېلو د تلاشۍ په پوسته کې نيول شوی دی.

د قوماندانۍ وياند وويل، له نیول شوو کسانو لومړنۍ څېړنې روانې دي او وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

بلخوا د امنيې قوماندانۍ له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې ويډيو کې نيول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د دغو کسانو له ډلې د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی فردين چې نن د غلو په يوه څلور کسيزه ډله کې نيول شوی وايي، د جلال اباد ښار او سره رود ولسواليو مربوطاتو کې يې د وسلو په زور له خلکو پيسې او نور شيان غلا کول.

په دې وروستيو کې په جلال اباد ښار کې د وسله والو کسانو له لوري د غلا پېښو ډېروالي ښاريان اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې د دغو وسله والو پر ضد ګړندي ګامونه پورته کړي.

Visits: 97

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.