منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۳ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ملګري ملتونه: افغان چارواکي دې د لږکیو امنیت ته پام وکړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۱ کتنې

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): ملګرو ملتونو له افغان چارواکو غوښتي چې د لږکیو امنیت ته پام وکړي څو د عاشورا مراسم له بل برید پرته ونمانځل شي.

بلخوا د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت هم په کابل او ولایتونو کې د عاشورا مراسمو د امنیت ټینګښت لپاره د یوه ځانګړي کمېسیون جوړولو اعلان کړی او له امنیتي ځواکونو یې غوښتي چې د محرم لسمې د امنیت د تامین لپاره جدي کار وکړي.

نن دوشنبه (د زمري ۱۷مه/ د محرم ۱۰مه) د عاشورا له ورځې سره سمون خوري او د عزادارۍ اصلي ورځ ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) د یوه ټویټ په کولو په کابل کې وروستي بریدونه - چې په پایله کې یې ۱۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده – غندلي دي.

دغې ادارې له افغان چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د اقلیتونو امنیت ته پام وکړي څو د عاشورا مراسم له بل برید پرته تېر شي.

په ورته مهال، د کورنیو چارو وزارت د یوې امنیتي غونډې په ترڅ کې د کابل ولایت امنیې قوماندانۍ اړوند د حوزو له امرینو وغوښتل څو  د حسیني عزادارانو ډاډمن امنیت خوندي کړي.

د کورنیو چارو وزارت د دفتر مشر مولوي زین الله عابر تېره ورځ د عاشورا د امنیت د ټینګښت په موخه د یوې غونډې پر مهال د کابل ښار اړوند حوزو له امرينو وغوښتل چې د محرم د ۱۰مې د امنیت د تامین لپاره جدي کار وکړي.

هغه زياته کړه: «اوس مهال د شیعه ګانو د عزا - ماتم مسئله ده؛ د هغو کسانو لپاره چې نوي مسوولیتونه ورسپارل شوي، لومړۍ ننګونه چې دوی ورسره مخ دي، د محرم په میاشت کې د شیعه ګانو امنیت دی، څو دوی خپل مراسم په ښه توګه ترسره کړي، باید جدي توجه ورته وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې او روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د کابل ښار په سرکارېز او پل سوخته سيمو کې چاودنې وشوې چې د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دواړو پېښو کې ۱۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او شاوخوا ۴۰ نور ټپيان شول.

د یادو شوو دواړو بریدونو مسوولیت د داعش په نوم وسله والې ډلې اخیستی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست