ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې چاودنې درې ماشومان ټپيان کړي

ننګرهار کې چاودنې درې ماشومان ټپيان کړي

author avatar
16 Aug 2022 - 13:57
ننګرهار کې چاودنې درې ماشومان ټپيان کړي
author avatar
16 Aug 2022 - 13:57

جلال‌اباد (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د يوې سرګلولې چاودنې د يوې کورنۍ درې ماشومان ټپيان کړي دي.

د دغه ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند حاجي رييس زابلي پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازديګر شاوخوا پنځه بجې د دې ولسوالۍ په شګې سيمه کې درېيو ماشومانو پر يوې سرګلولې لوبې کولې چې ورباندې چاودېدلې ده.

هغه زياته کړه، په دې پېښه درې واړه ماشومان- چې د یوې کورنۍ غړي دي- ټپيان شوي چې امنيتي ځواکونو پر وخت روغتون ته لېږدولي دي.

د جلال‌اباد د حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر هم تاييد کړه چې د پېښې له ځايه درې ټپي ماشومان وروړل شوي دي.

هغه پژواک ته وویل، د یوه ماشوم روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی خو د نورو دوو ماشومانو روغتیايي حالت ښه دی.

د یادونې ده، په ډېرو سیمو کې له تېرو جګړو پاتې چاودېدونکي توکي لوی ګواښ دی چې له دې مخکې یې هم لویانو او تر ډېره ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

Visits: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.