ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د زردالو حاصلات ۳۰ سلنه ډېر شوي

لوګر کې د زردالو حاصلات ۳۰ سلنه ډېر شوي

author avatar
28 Aug 2022 - 14:38
لوګر کې د زردالو حاصلات ۳۰ سلنه ډېر شوي
author avatar
28 Aug 2022 - 14:38

پل علم (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۱): د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال د دغه ولایت له باغونو ۲۷۵ ټنه زردالو راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه ډېروالی په کې راغلی دی.

د یاد ریاست مرستیال محمدرفیع ابراهیمي پژوک خبري اژانس ته وویل، تېر کال د لوګر د زردالو له باغونو ۲۱۲ ټنه او سږ کال ۲۷۵ ټنه حاصلات راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه ډېر دي.

دی وايي، د زردالو د حاصلاتو د ډېرېدو یو لامل دا دی چې سږ کال د دغه ولایت په ډېرو ولسوالیو کې د زردالو بڼونه له طبیعي افاتو او ناروغیو خوندي وو او له بلې خوا بڼوالو ته د زردالو د بڼونو د ساتنې او پالنې په اړه وار له مخه پوهاوی ورکول شوی و.

هغه زیاتوي، د لوګر د مرکز پل‌علم ترڅنګ څرخ، محمد‌اغې، بره‌کي برک او خوښۍ هغه ولسوالۍ دي چې د زردالو باغونه لري.

د دغه ولایت بڼوال هم وايي چې سږ کال یې د زردالو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر وو، خو بازار یې نه درلود او ان خپل حاصلات یې په نیمه بیه پلورلي دي.

د لوګر د مرکز پل‌علم د زردالو یوه بڼوال محمدعمر پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر کال په پرتله یې سږ کال د زردالو حاصلات ډېر شوي خو د بازار د نشتوالي له امله یې یو من/ ۷ کیلوګرامه زردالو په بازار کې له ۸۰ تر ۱۵۰ افغانیو پلورلي دي.

نوموړي له کرنې او مالدارۍ او سوداګرۍ وزارتونو وغوښتل چې د کروندګرو او بڼوالو حاصلاتو ته په کور دننه او بهر مناسب بازار ومومي.

هغه زیاته کړه: «لوګر کې سږ کال رښتیا هم د زردالو حاصلات زیات شوي، خو له بده‌‌مرغه باید ووایم چې سږ کال زردالو ښه بازار نه ‌درلود، یو من یې له ۸۰ تر ۱۵۰ افغانیو پلورل کېده.»

د څرخ ولسوالۍ د ډبر سیمې یوه اوسېدونکي ظفرخان پژواک اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د امیري، قیسي، شکرپاره، چهارمغزي او څرخي په نومونو ۵ ډوله زردالو موندل کېږي چې باغونه یې په مرکز پل‌علم، څرخ، خوښۍ، بره‌کي برک او محمداغې ولسوالیو کې دي.

نوموړی وایي، کرنې او مالدارۍ ریاست ته په کار ده چې بڼوالو ته نه یوازې د هغوی د حاصلاتو د ساتنې او پالنې په برخه کې پوهاوی ورکړي، بلکې مناسب بازار هم ورته پیدا کړي.

لوګر ولایت پلازمېنې کابل ته څېرمه پروت دی چې ډېر اوسېدونکي یې پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.

 

Visits: 108

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.