اټلانټا (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۱): بریتانیا ویلي چې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې او د طالبانو راپیدا کېدو لامل شو.
دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا ځانګړي استازي جیمز کروکي د افغانستان په اړه د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته کړې دي.
دا غونډه له افغانستانه د نړۍوالو ځواکونو وتلو د یوه کال پوره کېدو په مناسبت د روسیې په غوښتنه جوړه شوې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې غونډه کې د افغانستان د «اقتصادي او بشري وضعیت او د امریکا او ناټو پوځي مداخلې د پایلو» په اړه د خبرو لپاره ده.
په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیر جیمز کروکي ویلي، روسیې دا غونډه له افغانستانه د نړۍوالو ځواکونو د یوه کال پوره کېدو په مناسبت وربللې ده.
خو هغه زیاته کړې: «لکه څرنګه چې موږ د نړۍوالو ځواکونو د وتلو لومړۍ کالیزې ته انعکاس ورکوو، موږ دا هم باید یاد ولرو چې له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ زېږدیز کال پورې پر افغانستان د وخت شوروي اتحاد د یرغل یادونه وکړو، چې له امله یې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل او طالبان رامنځته شول.»
د بریتانیا سفیر د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته ویلي چې د افغانستان وضعیت هم نازک دی او د افغانانو اړتیاوې تر پخوا ډېرې دي.
د هغه په وینا، ۲۴ میلیون افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او ۲۰ میلیون له غذایي کمښت له بحران سره مخ دی.
جیمز وویل، که څه هم د بریتانیا سفارت له افغانستانه وتلی، خو له افغانانو سره پر خپلې ژمنتیا ولاړ دي.
هغه زیاته کړه چې د ۲۰۲۲ کال له اپرېل څخه د ۲۰۲۳ کال تر مارچ پورې بریتانیا له افغانستان سره د ۶۷۶ میلیون ډالرو مرستو ژمنه کړې ده.
د بریتانیا سفیر دغه راز زیاته کړې چې په روان کال کې دوی له ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغانستان د بشري مرستو صندوق په تړاو د کنفرانس چې په د ۲،۴ میلیارد ډالرو ژمنې وشوې، کوربه توب وکړ.
خو دی وایي چې روسیې تر اوسه له دغه صندوق سره هیڅ مرسته نه ده کړې، چین یواځې دوه میلیون ډالره مرسته کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










