اټلانټا (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي خپل روسي سیال ته د دغه هېواد سفارت مخې ته د شوي برید په اړه د هر اړخېزو څیړنو ډاډ ورکړی دی.

دغه ځانمرګی برید نن (د وږي ۱۴مه) له غرمې مخکې د کابل ښار اوومې حوزې اړوند د روسيې سفارت مخې ته وشو.

د کابل امنیه قومانداني وایي چې په دغه برید کې د روسیې سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

داعش ډلې د یاد برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شپې ناوخته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له یادې پېښې وروسته د روسيې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ټېلېفوني خبرې وکړې.

https://twitter.com/QaharBalkhi/status/1566804964323868672?s=20&t=HsYk7iLflNhkM_USW-aGqw

هغه زیاته کړې، د بهرنیو چارو وزیر خپل روسي سیال ته په کابل کې د روسيې سفارت ته څېرمه د نننۍ چاودنې له امله د خپلې خواشینۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل او د هر اړخیزو څېړنو ډاډ یې ورکړ.

متقي وویل، دواړه لوري باید اجازه ورنه کړي چې د دښمنانو دغه ډول منفي کړنې د دواړو هېوادونو پر نږدې او مثبتو اړیکو منفي اغېز وکړي.

سرچینې زیاته کړې، لاوروف په خپل وار په نننۍ چاودنه کې د زیانمنو افغانانو لپاره د خپلې ژورې خواشینۍ مراتب افغان لوري ته وړاندې کړل او د دې ټیلېفوني اړیکې له امله یې مننه وکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا پېښه د نړۍوالو جنایتکارو سازمانونو کار وباله او د هغوی پر خلاف يې پر مبارزې ټینګار وکړ.

په پای کې د بهرنیو چارو وزیر خپل روسي سیال ته ډاډ ورکړ چې افغان امنیتي ځواکونه به د روسيې سفارت خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ په هرات ولایت کې د «ګازرګاه» په نوم جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه کې د دیني عالم مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون ۱۸ کسان ووژل شول او ۲۴ نور ټپيان شول.