ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د ځنګلونو ساتنې او قومونو ترمنځ د شخړو مخنیوي لپاره امنیتي قطعه جوړه شوه

نورستان کې د ځنګلونو ساتنې او قومونو ترمنځ د شخړو مخنیوي لپاره امنیتي قطعه جوړه شوه

author avatar
6 Sep 2022 - 15:42
نورستان کې د ځنګلونو ساتنې او قومونو ترمنځ د شخړو مخنیوي لپاره امنیتي قطعه جوړه شوه
author avatar
6 Sep 2022 - 15:42

پارون (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۱): «منی» په نورستان کې د جلغوزو د حاصلاتو راټولولو موسم دی، خو هر کال د دغې مېوې د حاصلاتو ټولولو پر سر د قومونو ترمنځ شخړې هم کېږي.

بلخوا چارواکي وايي، سږ کال یې د دغسې پېښو د مخنیوي په موخه ځیني ګامونه اخیستي چې یو هم د ۶۰ کسیز امنیتي ځواک جوړول دي.

د نورستان مرستیال والي شیخ زرمحمد حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، په یوه تازه ګام کې یې د دغه ولایت په دواب، منډول او نورګرام ولسوالیو کې ۶۰ کسیزه قطعه جوړه کړې چې د ځنګلونو د ساتنې ترڅنګ به د جلغوزو د حاصلاتو پر سر د خلکو ترمنځ د شخړو مخنیوی کوي.

هغه زیاته کړه: «دغه ځواک د اسلامي امارت تر چتر لاندې ثبت نظامیان دي چې د ځنګلونو د ساتنې ترڅنګ د جلغوزو د حاصلاتو ټولولو پر سر د شخړو د مخنیوي دنده ور سپارل شوې ده.»

دی وايي، په نورستان کې له کلونو راهیسې ځنګلونه د خلکو ملکیت دی او حکومت په کې مداخله نه کوي.

د نورګرام ولسوالۍ یوه قومي مشر منورخان همدرد د یادې شوې قطعې جوړولو هرکلی کوي او وايي، په تېرو کلونو کې به د مني په موسم کې د جلغوزو د حاصلاتو ټولولو پر مهال د قومونو ترمنځ شخړې کېدلې او خلکو ته په کې درنه مرګ‌ژوبله اوښتله.

هغه زیاته کړه، د هر کلي د ځنګل اندازه د پولو په کښلو معلومه شوې خو ډېر مهال د دغو کلیو د خلکو ترمنځ د ځنګل د ملکیت او یا هم د جلغوزو د حاصلاتو پر سر وسله‌والې شخړې کېږي.

دی وايي، که جوړه شوې قطعه په سمه توګه فعالیت وکړي نو د ځايي اوسېدونکو په مرسته هم ځنګلونه ساتلای شي او هم د شخړو مخنیوی کولای شي.

د جلغوزو یوه سوداګر ګلاب پژواک خبري اژانس ته وویل: «په تېرو کلونو کې دغې ستونزې موږ ته درانه زیانونه اړولي دي، ځکه سوداګرو به له یوه قوم څخه د جلغوزو ځنګل په بیه واخیست، خو د نورو کلیو خلکو به لانجې په کې جوړې کړې، مالونه به په لارو کې بند پاتې شول او د حاصلاتو ټولول به وځنډېدل.»

دی غوښتنه کوي چې جوړه شوې قطعه دې چا ته اجازه نه ورکوي چې لانجې جوړې او دوی زیانمن کړي.

«غربي نورستان» د دغه ولایت یوه لویه دره ده چې دواب، منډول او نورګرام ولسوالۍ په کې پرتې دي او د دغو ولسوالیو ډېره برخه د جلغوزو پر ځنګلونو پوښلې ده.

په دغو ولسوالیو کې هر کال د جلغوزو د حاصلاتو د ټولولو پر سر د قومونو ترمنځ شخړې جوړېدې او پر درنې مرګ‌ژوبلې پای ته رسېدلې.

همدا تېر کال د نورګرام ولسوالۍ په شام دره کې د «چاهیل» او «باغترنګ» قومونو ترمنځ د جلغوزو د ځنګل پر سر شخړه وشوه چې نه یوازې ۱۰ کسانو ته په کې مرګ‌ژوبله واوښتله بلکې د ځنګل یوه برخه هم په کې وسوځېده.

لټوا، ملیل مشفه او شام دره د غربي نورستان هغه سیمې دي چې دا مهال په کې د مېشتو قومونو له خوا د ځنګلونو پر سر دعوې روانې دي او وخت په وخت یې ترمنځ وسله‌والې نښتې هم کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.