اټلانټا (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د ډونرانو نشتوالي له امله د برېښنایي پېژندپاڼو بیه لوړه شوې ده.
په مخکني جمهوري نظام کې د یوې برېښنایي تذکرې بیه ۱۰۰ افغانۍ وه، خو د نوي سرپرست حکومت له راتلو وروسته یې بیه ۳۰۰ افغانیو ته لوړه شوه.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمدحلیم رافع له ملي ټلويزیون سره په مرکه کې وویل چې له پخواني نظام سره ډونرانو ډېرې مرستې کولې؛ ځکه یې سل افغانۍ اخیستې.
هغه زیاته کړه، اوس له اسلامي امارات سره په دې برخه کې بهرني هېوادونه یا نړۍوال سازمانونه مرسته نه کوي، نو دوی اړ شول چې د برېښنایي پېژندپاڼو بیه له سل افغانیو درې سوه افغانیو ته لوړه کړه.
رافع وایي، تذکرو پر چاپ، اداري کارکوونکو پر معاشونو او د اړتیا وړ موادو ډېر لګښت راځي او دوی هڅه کوي پر همدې پیسو یې پوره کړي.
نوموړي د افغانستان د نفوسو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که نړۍوالې مرستندویې ادارې ورسره په دې برخه کې مرسته وکړي، دوی به ژر تر ژره سرشمېرنه پیل کړي.
د یادې ادارې ویاند وایي، پر سر شمېرنې شاوخوا ۱۲۰ میلیون ډالره لګښت راځي، خو همهاله ۵۳ زره کسانو ته د کار زمینه هم پیدا کېږي.
د هغه په وینا، دوی له وړاندې په دې اړه طرحه جوړه کړې چې له مخې به یې د سرشمېرنې بهیر ۳۱ میاشتې (شاوخوا دوه نیم کاله) وخت نیسي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








