ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې په تېر یوه کال کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۵۸۳ کسان نیول شوي

بلخ کې په تېر یوه کال کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۵۸۳ کسان نیول شوي

author avatar
7 Sep 2022 - 17:13
بلخ کې په تېر یوه کال کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۵۸۳ کسان نیول شوي
author avatar
7 Sep 2022 - 17:13

مزارشریف (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۱): د بلخ امنیه قومانداني وايي، په تېر یوه کال کې دغه ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۵۸۳ کسان نیول شوي دي.

د دغه ولایت امنيې قوماندانۍ ویاند محمد ا‌صف وزیري نن (د وږي ۱۶مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، یاد شمېر کسان د تېرو ۱۲ میاشتو په اوږدو کې نیول شوي او دوسيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته وړاندې شوې دي.

ده دغه‌راز وویل چې په همدې موده کې له سلو ډېرې بېلابېلې وسلې هم ترلاسه شوې دي.

د بلخ عام خلک د حکومت د دغه اقدام هرکلی کوي، خو وايي چې د امنیت د لا ټينګښت په موخه دې امنیتي ځواکونو ته ځانګړی یونیفورم جوړ او عملي شي.

د مزارشریف ښار اوسېدونکي حمیدالله پژواک اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونه دې د جرمونو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

د یاد ولایت بل اوسېدونکي عنایت‌الله هم وویل چې حکومت دې هر ارګان ته ځانګړی یونیفورم ورکړي، څو غله او سرغړونکي په اسانۍ سره معلوم او مخه يې ونیول شي.

Visits: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.