منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۰ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د روغتیا نړۍوال سازمان: نړۍ کې هر کال تر ۷۰۰زره ډېر کسان ځان‌وژنه کوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۹ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۱): د روغتیا نړۍوال سازمان له ځان‌وژنې د مخنیوي نړۍواله ورځ کې ویلي، هر کال په ټوله نړۍ کې له ۷۰۰زره ډېر کسان ځان‌وژنه کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان نن (شنبه) له ځان‌وژنې د مخنیوي نړۍوالې ورځې په مناسبت د یوه ټویټ په خپرولو سره لیکلي، هر کال په ټوله نړۍ کې ۷۰۳۰۰۰ کسان ځان‌وژنه کوي.

د دغه سازمان په وینا، ځان‌وژنه تر ډېره د هغو کسانو له خوا کېږي چې د ۱۵ او ۲۹ کلونو ترمنځ عمر لري.

د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، ۷۷ سلنه ځان‌وژنې په کم عاید لرونکو هېوادونو کې ترسره کېږي.

خو دغه سازمان په دې تړاو چې څومره کسانو په کومو هېوادونو کې ځان‌وژنه کړې، معلومات نه دي ورکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه