منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۰ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کرنې رياست: بغلان کې سږ کال د پيازو حاصلات ٥٠ سلنه کم شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۵۰ کتنې

پلخمري (پژواک، ٧ تله ١٤٠١): د بغلان د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله د پيازو حاصلات ٥٠ سلنه کم شوي خو بيه يې درې برابره لوړه شوې ده.

د بغلان د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو څانګې مسوول ولي امرخېل د تلې په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر کال په دغه ولايت کې پر ٢٧٠٧ هکټار ځمکه پياز کرل شوي وو چې څه باندې ١٠٣ زره مټريک ټنه حاصلات یې درلودل.

خو دى وايي چې سږ هم د تېر کال په اندازه ځمکه کې پياز کرل شوي وو خو حاصلات يې ٥٠ سلنه کم شوي دي.

ده وويل چې د کال په پيل کې وچکالي، وروسته پرله‌پسې اورښتونو او سېلابونو د پيازو کروندو ته سخت زيان ورساوه چې ورسره يې د حاصلاتو کچه هم ټيټه شوه.

امرخېل زياتوي چې تېر کال په دغه ولايت کې یو من (٧ کيلوګرام) پياز په ٤٥ افغانۍ پلورل کېدل خو سږ کال ٧ کيلوګرامه پياز په ١٥٠ افغانۍ پلورل کېږي.

ده زياته کړه: «که څه هم چې حاصلات کم دي او کروندګر متضرره شوي خو بيا مارکېټ ښه دى او کروندګر تاوان نه کوي.»

په ورته وخت کې د ياد رياست د کرنيزې څانګې امر مولوي نعمت‌الله پژواک ته وويل چې څه موده وړاندې په دغه ولايت کې د یو من پيازو بیه ١٧٠ افغانيو ته پورته شوې وه.

دى وايي، کېداى شي يو ځل بيا د پيازو نرخونه لوړ شي او د دغه ولايت اوسېدونکي د پيازو له کمښت سره مخ شي.

ده وويل: «سړې خونې نه لرو چې پياز په کې وساتو او کروندګر هم مجبور دي چې پياز خرڅ کړي؛ ځکه خرابېږي او بله چاره نه لري کنه بايد موږ ساتلي واى څو د پيازو له کمښت سره مخ نه شو.»

دغه راز د بغلان د سرخ کوتل کلي يوه کروندګر خال‌محمد پژواک ته وويل چې هر کال پر درې جريبه ځمکه پياز کري.

دى وايي چې تېر کال يې له همدې ځمکې درې زره منه پياز ترلاسه کړي وو خو سږ کال يې د حاصلاتو کچه ٧٠٠ منو ته راټيټه شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال په پټي کې د يو من پيازو بيه تر لس افغانۍ پورې راټيټه شوې وه خو سږ کال تر ١١٠ افغانيو پورې يو من پياز پلورل کېږي.

بغلان د افغانستان د کرنيزو ولايتونو له ډلې دى چې پياز، کچالو، غنم، وريجې او خټکي يې له عمده محصولاتو دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه