ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شیخ هبت‌الله اخوندزاده: شریعت بشپړ تطبیق کړئ خو د شک پر اساس څوک مه بندیانوئ

شیخ هبت‌الله اخوندزاده: شریعت بشپړ تطبیق کړئ خو د شک پر اساس څوک مه بندیانوئ

author avatar
10 Oct 2022 - 23:43
شیخ هبت‌الله اخوندزاده: شریعت بشپړ تطبیق کړئ خو د شک پر اساس څوک مه بندیانوئ
author avatar
10 Oct 2022 - 23:43

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۱): د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د استخباراتو له مسوولینو څخه غوښتي چې شریعت دې بشپړ تطبیق کړي او د شک پر اساس دې څوک نه بندیانوي.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د تلې په ۱۸مه، د شپې ناوخته پخپل ټویټرپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت مشر شیخ‌الحدیث مولوي هبت‌الله اخوندزاده د استخباراتو د مرکزي ریاست او د ۳۴ ولایتونو له مسوولینو سره ناسته وکړه.

سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې قاضي‌القضات مولوي عبدالحکیم، د چارو ادارې رییس مولوي نورالحق نور او نور مسوولین هم موجود وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، امیرالمؤمنین راغلو کسانو ته هر اړخیزه وینا وکړه او په تېره شل کلنه مبارزه کې یې د دوی او ولس د قربانیو یادونه وکړه.

مجاهد ویلي، شیخ هبت‌الله اخوندزاده راغلو کسانو ته سپارښتنه وکړه چې د ولس قربانۍ، خوارۍ او تکلیفونه هېر نه کړي، ځکه چې د دوی د همکارۍ په برکت بهرنیان مات او له هېواده ووتل.

هغه ټینګار وکړ چې د ولس حقوق باید خوندي وي، د دوی د حقونو لپاره باید د محاکمو څارنه وشي، څو له مظلوم سره مرسته وشي او د ظالم له شره خلاص شي.

د اسلامي امارت مشر ویلي: «موږ او تاسو په یوه داسې مسوولیت کې قرار لرو چې د ولس د هر وګړي پوښتنه راڅخه کېږي، د دې ولس سوالګر، نشه‌یان او لېونیان هم پر موږ حق لري چې راټول او درملنه یې وکړو، که د سړک پر غاړه یو نشه‌یي مړ کېږي، پوښتنه یې له موږ څخه کېږي، که یو څوک ګناه کوي، هم پوښتنه یې له موږ کېږي.»

هغه زیاته کړې، ټول مسوولین به ځواب ورکوي چې په دغه یوه کال حکومتولۍ کې یې څومره شریعت پلی کړی دی.

د اسلامي امارت مشر ټینګار کړی چې د ښځو د حقوقو په اړه یې شپږ ماده‌ییز فرمان باید تطبیق کړي.

د هغه په وینا، استخبارات هغه ارګان دی چې مشرتابه پورې تړاو لري او له ځایه به هدایات اخلي، د نظام پایې به پیاوړې کوي او د دښمنانو پلانونه به شنډوي.

نوموړي زیاته کړې: «استخبارات به د دښمنانو شوم پلانونه کشف او له منځه وړي. خلک په شکوک و شبهات مه بندیانوئ، بلکې د موثقو دلایلو په صورت کې یې ونیسئ او محکمې ته یې د پرېکړې لپاره وړاندې کړئ. د اسلامي نظام  ټول اصول او قانون به نافذوئ.»

د اسلامي امارات مشر په داسې حال کې د استخباراتو له مسوولینو سره کتلي چې په دې وروستیو کې په قطر کې د افغانستان او امریکا د استخباراتي پلاوو ترمنځ ناسته هم شوې ده.

[/restrict]

Views: 357

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.