ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل اوسېدونکي د خوراکي توکو د بیو ټيټولو غوښتنه کوي

د زابل اوسېدونکي د خوراکي توکو د بیو ټيټولو غوښتنه کوي

author avatar
11 Oct 2022 - 17:16
د زابل اوسېدونکي د خوراکي توکو د بیو ټيټولو غوښتنه کوي
author avatar
11 Oct 2022 - 17:16

کلات (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۱): د زابل اوسېدونکي له چارواکو غوښتنه کوي چې د دغه ولایت پر هټۍوالو فشار راوړي څو د خوراکي او سون‌توکو بیې ټیټې کړي.

هغوی زیاتوي، له هغه وروسته چې افغانستان له روسیې سره د غنمو او سون‌توکو را واردولو تړون لاسلیک کړ، په ګڼو ولایتونو کې د خوراکي او سون‌توکو بیې ټیټې شوې خو په زابل کې لا هم په پخوانیو لوړو بیو پلورل کېږي.

د کلات ښار یوه اوسېدونکي اسدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، په یاد ولایت کې د خوراکي توکو بیې دومره لوړې دي چې غریب خلک یې د پېرلو توان نه لري.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د غنمو، ګازو، تېلو او نورو توکو تړون وشو چې له مخې یې په یو شمېر ولایتونو کې د دغو توکو بیې کمې شوې، خو په زابل کې لا هم په پخوانیو لوړو بیو پلورل کېږي.

دی له ښاروالۍ غوښتنه کوي چې په ښار او ولسوالیو کې بیې کنټرول او هټۍوال اړباسي څو بیې ټیټې کړي.

د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکي صالح محمد هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې په کلات ښار او ولسوالیو کې د خوراکي توکو او سون‌توکو بیې لا هم لوړې دي او له روسیې سره شوي تړون په دغه ولایت کې د توکو پر بیو خاص اغېز نه دی کړی.

دی هم له چارواکو غوښتنه کوي چې بیې کنټرول کړي او هټۍوالو ته اجازه ور نه کړي چې په خپلسرې توګه په لوړه بیه توکي وپلوري.

بلخوا بیا هټۍوال وايي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د ځینو توکو بیې کښته شوې دي.

د کلات ښار یوه هټۍوال حاجي سیف‌الدین پژواک خبري اژانس ته وویل، د نورو توکو ترڅنګ د غوړیو بیې تر پخوا ټیټې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «د افغانستان او روسیې له تړون وروسته ډېر توکي ارزانه شوي دي، خصوصاً د غوړو بیه ټیټه شوې ده، پخوا په زابل کې لس لېټره غوړي په ۱۳۰۰ افغانیو پلورل کېدل خو اوس په ۱۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.»

هغه دغه‌راز د اوړو یادونه وکړه چې د پخوا په پرتله دوه سوه افغانۍ ارزانه شوي دي.

دی غوښتنه کوي چې له نورو هېوادونو سره دې هم ورته تړونونه وشي څو د اړتیا وړ نور توکي هم ارزانه شي.

د کلات ښاروالۍ چارواکي وايي، د بیو د کنټرول لپاره کمېټه لري چې په دوامداره توګه په ښار کې بیې کنټرولوي.

د ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ مدیر ضیاءالحق زاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، کوم هټۍوال چې لا هم خوراکي توکي په لوړه بیه پلوري، د ټاکل شوې کمېټې له خوا به یې هټۍ وتړل شي او قانوني چلند به ورسره وشي.

نوموړی زیاتوي، له روسیې څخه افغانستان ته د غنمو، تېلو، ګازو او ځینو نورو توکو واردولو تړون نېغ په نېغه پر بیو اغېز کړی او کښته شوې دي.

خو ده خبر ورکړ چې ښاروالي به بیا هم د توکو بیې وڅاري او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.

د یادونې ده، شاوخوا دوې اوونۍ مخکې افغانستان او روسیې یو تړون لاسلیک کړل چې په کې په کال کې د دوه میلیون ټن تېلو، پنځه سوه زره ټن ګازو او دوه میلیون ټن غنمو پېرل شامل دي.

Visits: 36

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.