ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې هغه کس نيول شوی چې د خپل تره ښځه یې وژلې وه

پکتيکا کې هغه کس نيول شوی چې د خپل تره ښځه یې وژلې وه

author avatar
11 Oct 2022 - 17:31
پکتيکا کې هغه کس نيول شوی چې د خپل تره ښځه یې وژلې وه
author avatar
11 Oct 2022 - 17:31

ښرنه (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۱): د پکتيکا امنيه قومانداني وايي، د دغه ولايت په خيرکوټ ولسوالۍ کې یې هغه کس نيولی چې شاوخوا لس ورځې وړاندې یې د خپل تره ښځه په ډزو وژلې وه.

نن مازيګر د یاد ولايت امنيې قوماندانۍ له لوري رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د خيرکوټ ولسوالۍ امنيتي ځواکونو د هغې ښځې د قتل په تور يو کس نيولی چې شاوخوا لس ورځې مخکې یې جسد د دغې ولسوالۍ په يوې غرنۍ سيمه کې موندل شوی و.

خبرپاڼه زیاتوي، د قتل په تور نيول شوی کس د وژل شوې ۴۲ کلنې ښځې د لېوره زوی دی او منلې یې ده چې موده مخکې یې د خپل تره ښځه د خیرکوټ ولسوالۍ په یوې غرنۍ سیمه کې وژلې ده.

خو چارواکو په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چې دغه کس ولې د خپل تره ښځه وژلې وه؟

په خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شوی کس به د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

Visits: 216

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.