ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پژواک ټویټر سپېس (تناظر): حکومت دې د خپلو اتباعو دفاع وکړي او د کډوالۍ عوامل دې له منځه یوسي

پژواک ټویټر سپېس (تناظر): حکومت دې د خپلو اتباعو دفاع وکړي او د کډوالۍ عوامل دې له منځه یوسي

author avatar
13 Oct 2022 - 14:38
پژواک ټویټر سپېس (تناظر): حکومت دې د خپلو اتباعو دفاع وکړي او د کډوالۍ عوامل دې له منځه یوسي
author avatar
13 Oct 2022 - 14:38

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۱): د پژواک په ټویټر سپېس «تناظر» کې د کډوالۍ پر بحران او په نړۍ کې د افغان کډوالو پر ستونزو بحث وشو چې ګډونوالو د نورو هېوادونو په پرتله په ایران او پاکستان کې د کډوالو ستونزې ډېرې وبللې او غوښتنه یې وکړه چې اوسنی سرپرست حکومت دې د خپلو اتباعو د حقونو دفاع وکړي او د خلکو کډوال کېدو عوامل دې له منځه یوسي.

دغه بحث پرون د افغانستان پر وخت د ماښام اته بجې پيل او دوه ساعته یې دوام وکړ چې شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو واورېد، ۱۶ کسانو په کې مخامخ بحث وکړ او لسګونو نورو د بحث په تړاو په لیکلې بڼه خپل نظرونه شریک کړل.

په بحث کې د خبرو لپاره د نړۍوالو اړیکو شنونکي استاد زاهد امرخېل، د چارو شنونکی امین‌الله شارق، د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال سبحان‌الله مصباح، په پاکستان کې د کډوالو حقونو فعال ظاهر پښتون، په  ایران کې د کډوالو استازي فیصل صحت، په یونان کې د کډوالو ټولنې غړي عبدالله نوابزاده، په ترکیه کې د کډوالو استازي نظام خپلواک او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت معین ارسلا خروټی رابلل شوي وو خو ارسلا خروټي د نامعلومو دلایلو له مخې په دغه بحث کې ګډون ونه کړ.

په بېلابېلو هېوادونو کې کډوال له کومو ستونزو سره مخ دي؟

په پیل کې په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالو استازو د کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې.

په پاکستان کې د کډوالو د حقونو فعال ظاهر پښتون وویل، افغان کډوال په داسې حال کې له جدي ستونزو سره مخ دي چې له هېواده د خلکو د کډوالۍ یوه بله څپه پیل شوې ده.

هغه زیاته کړه، په پاکستان کې مېشت کډوال په دغه هېواد کې د استوګني اسنادو، روغتیا، تعلیم او کار په برخو کې له ستونزو او د پولیسو له خوا له ځورونو سره مخ دي.

ده ګیله وکړه چې تر اوسه هیڅ افغان حکومت په دغه هېواد کې د کډوالو حقونو خوندیتوب او د هغوی د ستونزو د حل لپاره څه نه دي کړي.

په اسلام اباد کې مېشت کډوال هادي غفاري هم وویل چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د پاسپورټ او ویزو په برخو کې له ستونزو سره مخ دي، ماشومانو ته یې په ښوونځيو کې داخله نه ورکول کېږي، بانکي حسابونه نه شي جوړولای او تر ټولو بده لا دا چې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان هم د هغوی غږ نه اوري.

ده زیاته کړه چې په دغه هېواد کې مېشت کډوال له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي؛ ځکه نه هلته پاتې کېدای شي او نه هم د اقتصادي، سیاسي او امنیتي ستونزو له امله بېرته هېواد ته تلای شي.

په ایران کې د کډوالو استازي فیصل صحت وویل چې افغان کډوال د دغه هېواد د نظامیانو له ناوړه چلند سره مخ دي؛ ان په دې وروستیو کې له هغو کډوالو سره هم ښه چلند نه کېږي چې په دغه هېواد کې د استوګنې پنځه کلنه اقامه لري.

ده زیاته، د افغانانو په زور شړل، اقتصادي ستونزې او د تعلیم حق نه لرل د کډوالو تر ټولو جدي ستونزې دي.

د مرسلین عمري په نوم ایران مېشتي کډوال وویل چې په دغه هېواد کې استوګن کډوال اړ دي چې تر ټولو خشره کارونه وکړي چې ایرانیان یې نه کوي، کډوالو ته د بانکي حسابونو جوړولو حق نه ورکول کېږي چې له دې امله یې ان په مزدورۍ ګټلې پيسې هم نه ورکول کېږي.

په یونان کې د افغان کډوالو ټولنې غړي عبدالله نوابزاده بیا په اروپايي هېوادونو کې د کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې او ویې ویل، په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال په بد وضعیت کې دي، ډېری زنداني کېږي، په اوبو کې ډوبيږي او یا هم بېرته خپل هېواد ته شړل کېږي.

د ده په خبره، په دغه هېواد کې ان یونانیانو ته کار نه موندل کېږي، افغانانو ته خو په ډېرې سختۍ پیدا کېږي، له همدې امله ډېر شمېر کډوال اړ شوي د یوې ګولې ډوډۍ پيدا کولو لپاره کاغذونه او بوتلان ټول کړي، ان ځیني «جسم پلورنې» ته اړ شوي دي.

د کډوالو ستونزو کمولو لپاره څه په کار دي، په دې برخه کې د حکومت او نړۍوالو بنسټونو مسوولیتونه څه دي؟

د نړۍوالو اړیکو شنونکي استاد زاهد امرخېل وویل، په افغانستان کې د کډوالۍ کړکېچ له تېرو څه باندې څلورو لسیزو راهیسې پيل شوی چې لامل یې امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزې دي.

هغه زیاته کړه، د کډوالو حقوق د بشر اساسي حقوق دي، د کډوالو د ۱۹۵۱ زېږدیز کال کنوانسیون او ۱۹۶۷ پروتوکول د کډوالو له حقوقو ملاتړ کوي چې په هغه کې له روښانه دلایلو پرته د ایستلو حق، د کار، ځای، زده کړو حقوق، بشري مرستې، د مذهب ازادي، عدلي مرکزونو ته لاسرسی، د تګ راتګ ازادي او د سفر لپاره د پېژندنې اسناد لرل هم شامل دي.

دی وايي، شاوخوا د نړۍ ۱۶۴ هېوادونه د یاد کنوانسیون غړیتوب لري، دا د دوی مسوولیت دی چې د کډوالو په تړاو منل شوي قوانین پلي کړي.

دغه راز ده زیاته کړه، دا د دولتونو بنسټیزې دندې دي چې د خپلو اتباعو حقونو دفاع وکړي، په کور دننه یو شان حقوق ورکړي او یو شان خدمات ورته وړاندې کړي.

نوموړي یوه بله ستونزه دا یاده کړه چې لا هم اوسنی سرپرست حکومت له نړۍ سره رسمي تعامل نه دی پيل کړی چې له امله یې په هېوادونو کې د افغانستان استازولۍ تړلې دي.

د امریکا په شیکاګو کې د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال سبحان‌الله مصباح وویل، له بده مرغه په ډېرو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره تبعیضي چلند کېږي چې دا ستونزه په پاکستان کې او ایران کې تر ټولو ډېره ده.

هغه زیاته کړه، له حقوقي اړخه کله چې انسان عدالت ته لاسرسی نه لري، بشري حقونه یې خوندي نه وي، ازادي ونه لري، هغه حق لري چې کډوال شي خو کډوال یو لړ حقوق هم لري چې باید درناوی ورته وشي.

د بحث بل مېلمه رحیم الله خوګیاڼي وویل، افغان کډوال د پاڼ او پړانګ په منځ کې دي، که په په پردي هېواد کې ژوند کوي نو اړ دي پر ځان ډېرې ستونزې ومني او که هېواد ته ستنېږي نو هلته د ژوند او روزګار ستونزې دي.

ده غوښتنه وکړه چې حکومت دې له هېواده د خلکو د کډوال کېدو عوامل له منځه یوسي، د کار او د تعلیم زمینه دې برابره کړي، ان یو شمېر افغانان د نجونو ښوونځيو بندېدو له امله هم کډوالۍ ته اړ شوي ځکه په هېواد کې دننه یې لوڼې زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

د چارو شنونکي امین الله شارق هم وویل چې د نورو هېوادونو په پرتله په پاکستان او ایران کې د کډوالو ستونزې تر ټولو ژورې دي.

هغه زیاته کړه، په پاکستان کې له کلونو راهیسې میلیونونه افغان کډوال ژوند کوي خو تر اوسه هلته د استوګنې اسناد نه لري او د پاکستان حکومت وايي چې هغوی په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه اوسېږي.

د ده په خبره، د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان هم په دې اړه چوپ دی او کله یې هم دې پوښتنې ته ځواب ونه وایه چې پاکستان ولې افغان کډوالو ته اسناد او ترڅنګ یې د تعلیم، روغتیا او کار حق نه ورکوي.

دغه راز ده د زرګونو هغو کډوالو د ورک برخلیک یادونه هم وکړه چې له تېر یوه کال راهیسې امریکا او اروپايي هېوادونو له خوا درېیم هېواد (پاکستان) ته بلل شوي دي.

ده وویل، که په هېواد کې وضعیت ښه وي نو هیڅ افغان به کډوالۍ ته زړه ښه نه کړي، دا د حکومت مسوولیت دی چې د هغو عواملو پر له منځه وړلو کار وکړي چې له امله یې افغانان کډوالۍ ته اړ کېږي.

د بحث پر مهال د ګډونوالو تبصرې:

د بحث په اوږدو کې ګڼو ګډونوالو د موضوع په تړاو خپل نظرونه او تبصرې هم شریکې کړې.

احمدزي دلدار لیکلي، کومې ستونزې چې افغان کډوال یې زغمي د بل یوه هېواد کډوال یې هم نه شي زغملای، له کډوالۍ مرګ غوره دی.

سردار لېوان خېل لیکلي، د ډېرو نورو ستونزو ترڅنګ یوه ستونزه دا ده چې د افغان کډوالو حق نورو کډوالو ته ورکول کېږي؛ لکه پاکستان، ایران، بنګه دېش، سوډان، سومالیا او نور افغانان ډېر کم له خپل حق برخه من دي.

محمدسلیم لیکلي، پر لارو ایرانیان، کردان او ترکان له افغان کډوالو سره ډېر ظلم کوي، که وس یې بر شي، وژني یې.

اول ګل لیکلي، د پاکستان په کراچۍ ښار کې ډېر افغان کډوال نیول شوي، باید پوښتنه یې وشي.

هیبت الله ولسواک لیکلي دي، افغانان په لوی لاس وژل کېږي، په میلیونونو بې کاره، له تعلیم بې برخې، د درملو او خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي، نه نظام شته او نه دولتداري.

پایله:

د بحث ګډونوالو او مېلمنو په ټوله نړۍ کې افغان کډوال د استوګنې د اسنادو، کار، تعلیم، روغتیا او نورو په څېر د ژوند له لومړیو حقونو بې برخې وبلل او او یادونه یې وکړه چې په دې برخه کې د نورو هېوادونو په پرتله په ایران او پاکستان کې دا ستونزې ډېرې ژورې دي.

هغوی له اوسنی سرپرست حکومت وغوښتل چې د خپلو اتباعو د حقونو دفاع وکړي او د خلکو د کډوال کېدو عوامل دې له منځه یوسي.

دغه راز یې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د کډوالو د ۱۹۵۱ زېږدیز کال کنوانسیون او ۱۹۶۷ پروتوکول د عملي کولو لپاره دې لاس په کار شي چې په کې د کډوالو د کار، ځای، زده کړو، بشري مرستې، د مذهب آزادي، عدلي مرکزونو ته لاس رسی، د تګ راتګ آزادي او د سفر لپاره د پېژندنې اسناد لرل شامل دي.

Visits: 75

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.