ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان په مرکز پلخمري کې د وسلو او مهماتو زېرمه ترلاسه شوې ده

د بغلان په مرکز پلخمري کې د وسلو او مهماتو زېرمه ترلاسه شوې ده

author avatar
21 Oct 2022 - 13:06
د بغلان په مرکز پلخمري کې د وسلو او مهماتو زېرمه ترلاسه شوې ده
author avatar
21 Oct 2022 - 13:06

پلخمري (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۱): د بغلان د استخباراتو ریاست وايي، د دغه ولایت د مرکز پلخمري ښار په شمرق سیمه کې د دوو ځانګړو عملیاتو پر مهال یوه اندازه مهمات او وسلې کشف او ترلاسه شوي دي.

د بغلان د استخباراتو ریاست له خوا د تلې په ۲۸مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد عملیات یې د کشفي معلوماتو پر اساس ترسره کړي چې په ترڅ کې یې شل میله وسلې ترلاسه شوې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په ترلاسه شوو وسلو او مهماتو کې یوه پیکا، یو اېم ۱۶ ټوپک، ۱۲ کلاشینکوفونه، ۶ تومانچې او یوه مخابره شامل دي.

سرچینه زیاتوي چې یادې وسلې او مهمات په ځمکه کې خښ شوي وو خو په تړاو یې تر اوسه څوک نیول شوي نه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.