ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند: نړۍواله ټولنه افغانستان ته سمه پاملرنه نه کوي

هند: نړۍواله ټولنه افغانستان ته سمه پاملرنه نه کوي

author avatar
9 Nov 2022 - 07:05
هند: نړۍواله ټولنه افغانستان ته سمه پاملرنه نه کوي
author avatar
9 Nov 2022 - 07:05

اټلانټا (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۱): د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له خپل روسي سیال سره په لیدنه کې ویلي چې نړۍواله ټولنه د افغانستان وروستيو حالاتو ته ډېره پاملرنه نه کوي.

هندي رسنۍ (ټایمز اف انډیا) خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته د سفر پر مهال له خپل روسي سیال سرګی لاوروف سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو پر افغانستان ځانګړی بحث وکړ او جي شنکر ګیله وکړه چې نړۍواله ټولنه د افغانستان حالاتو ته ډېره پاملرنه نه کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې له افغانستانه بهر د ترهګرو فعالیتونه اوس هم یوه جدي اندېښنه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.