کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۱): د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې پاکستان لومړنۍ لوبډله شوه چې پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
د کرکټ شل اووریز جام سیالیو په لړ کې نن لومړۍ نیمه پایلوبه د نیوزلنډ او پاکستان ترمنځ وشوه.
په دې سیالۍ کې نیوزلنډ لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو شل اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۲ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه.
پاکستان یاد هدف د درېیو لوبغاړي په سوځېدو سره د شلم اوور په لومړي توپ پوره کړ او نیوزلنډ ته یې د اوو ویکټو په توپير ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار ومونده.
د ۲۰۲۲ کال نړۍوال شل اووریز جام لومړی پړاو سیالۍ د اکتوبر په ۱۶مه او دویم پړاو بیا د اکتوبر په ۲۲مه، اسټرالیا کې پیل شوې.
د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې به سبا دویمه نیمه پایلوبه د هندوستان او انګلیستان ترمنځ وشي.
د یادونې ده، د کرکټ نړۍوال جام پایلوبه به د روانې نوامبر میاشتې په ۱۳مه نېټه ترسره شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











