منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۷ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مالیې وزارت: د متقاعدینو د حقوقو ورکړې لړۍ به ژر پیل شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۷۷ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۱): د مالیې وزارت وايي، د تقاعد شوو کسانو د حقوقو ورکړې طرحه د کابینې له خوا تصویب شوې او تر توشيح وروسته به تطبیق شي.

د پژواک د راپور له مخې، يو شمېر متقاعدینو د روان کال د وري په ١١مه ويلي وو چې سږ کال يې حقوق نه دي ورکړل شوي او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

خو د ماليې وزارت وياند احمد ولي حقمل وايي، د تقاعد شوو کسانو د حقوقو ورکړې طرحه د کابينې له خوا تصويب شوې او د اسلامي امارت د رهبرۍ له توشېح وروسته به تطبیق شي.

د هغه په ​​وينا، د متقاعدینو د معاشونو ورکړه ځکه وځنډېده چې د تقاعد شوو په مخکني سیسټم کې عدالت نه و مراعات شوی او فساد په کې موجود و.

هغه زياته کړه، د مخکني سيسټم له مخې يو شمېر متقاعدین په کال کې له ٥٠ تر ٦٠زرو افغانۍ اخیستې، خو ځينو نورو بیا په کال کې له يو ميليون ډېرې افغانۍ ترلاسه کولې، په داسې حال کې چې کاري مخینه به یې نږدې یو شان وه.

هغه وايي، د فساد د مخنيوي او د دغه ستر توپير د له منځه وړلو په موخه ماليې وزارت نوې طرحه جوړه کړې چې د اداري کمېسيون له لوري تایید او د توشېح لپاره مشرتابه ته استول شوې ده.

سرچينې څرګنده کړه چې د دغې طرحې له تصويب وروسته به د تقاعد شوو کسانو د حقونو د ورکړې لړۍ پيل شي.

سرچينې زياته کړې چې په هېواد کې ټول‌ټال ۱۴۹ زره او ۸۶۸ متقاعدین موجو دي چې له دې جملې، ۱۰ زره او ۵۸۶ يې ښځې او ۱۳۹ زره او ۲۸۲ نور يې نارينه دي.

د مالیې وزارت د مسوولینو په خبره، په بودجه کې د تقاعد شوو کسانو د معاشونو د ورکړې لپاره څلور میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه