منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۰ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ترکیه کې پنځه افغانان په چړو وژل شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۷ کتنې · تازه شوی

اټلانټا (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۱): د ترکیې پولیسو ویلي، له یوه کور څخه یې د پنځو افغانانو جسدونه موندلي چې د چاقوګانو په ګوزارونو وژل شوي دي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس د لړم په ۱۹مه، خبر ورکړی چې پولیسو وروسته له هغه د دغو کسانو په اړه پلټنې پیل کړې چې کورنۍ یې ورته د دوی د نادرکه کېدو په اړه شکایت کړی و.

د ترکیې پولیسو تر اوسه دا نه دي ویلي چې وژل شوي کسان څه نومېږي او کله وژل شوي، خو دومره یې ویلي چې جسدونه یې عدلي طب ته د پلټنو لپاره لېږل شوي دي.

په ترکیه کې افغان ډپلوماتانو هم د دغو کسانو وژل کېدل تائید کړی، خو د پېژندګلوۍ په اړه یې څه ندي ویلي.

د وژل شوو کسانو د کورنیو غړو په ترکیه کې مطبوعاتو ته ویلي، څه باندې یوه اوونۍ کېږي چې دغو کسانو له خپلو کورنیو سره هیڅ ډول اړیکه نه درلوده.

بلخوا، ځینو ترکي رسنیو ویلي چې دغه افغانان یوه اونۍ وړاندې وژل شوي او مړي یې اوس پیدا شوي دي.

سرچینو زیاته کړې، ‎دغه کسان د ترکیې د پلازمېنې انقرې په داسې سیمه کې وژل شوي چې ډېری اوسېدونکي یې د افغانستان او سوریې کډوال دي.

ترکیې ته په تېرو څو کلونو کې د سوریې او عراق په ګډون، له افغانستانه ډېر شمېر کډوال ورغلي چې له کډوالو سره د ناسم چلند پېښې هم پکې ډېرې شوې دي.

 

 

 

 

 

  . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.