اټلانټا (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۱): په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولۍ دفتر وایي، د افغانستان سرپرست حکومت د ښځو او نجونو پر حقونو ډول ډول محدودیتونه لګولي دي.
دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولۍ دفتر یوه غړي ډوګ بنچ د لړم په ۱۹مه، د دغه سازمان د ۷۶مې کلنۍ غونډې پرمهال د افغانستان په اړه یوې ځانګړې ناستې ته کړې دي.
هغه زیاته کړه، امریکا له افغانانو او په ځانګړې توګه افغان مېرمنو، نجونو، قومي او مذهبي ډلو سره چې له ګواښ سره مخامخ دي، خپل ملاتړ ته ژمنه ده .
د امریکا استازي وویل، په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت له راتګ سره د ښځو پر حقونو بېلابېل ډول محدودیتونه لګول شوي او د افغان ښځو هغه لاستهراوړنې یې چې په تېرو شلو کلونو کې یې د نړۍوالې ټولنې په ملاتړ درلودې، له ګواښ سره مخ کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن