Language

ډیکر: اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت د افغانانو لپاره د ویزې برخه کې غوره خدمات وړاندې کوي

اټلانټا (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت د ویزې له څانګې لیدنه کړې ده.

مېرمن ډیکر چې دا مهال د پاکستان په سفر بوخته ده، د لړم په ۲۰مه پر خيله ټویټرپاڼه لیکلې چې په اسلام‌اباد کې یې د امریکا د ویزې او کونسلۍ له څانګو لیدنه وکړه.

هغې زیاته کړې، دا ډېره اسانه ده چې د ویزې پر پروسې نیوکه وشي، خو د ویزې کارکوونکي د پاکستان، امریکا او افغان وګړو لپاره غوره خدمات وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې چې زرګونه افغانان له تېر یوه کال راهیسې په اسلام‌اباد کې مېشت دی او د خپلو ویزو لپاره د امریکا سفارت انټرویو او نورو کارونو ته منتظر دي.

login or register a new account.

Related Topics