ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د ځنګلونو ساتنې قطعه جوړه شوه

کندوز کې د ځنګلونو ساتنې قطعه جوړه شوه

author avatar
29 Nov 2022 - 14:36
کندوز کې د ځنګلونو ساتنې قطعه جوړه شوه
author avatar
29 Nov 2022 - 14:36

کندوز (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د کندوز سیمه‌ییز چارواکي په دغه ولایت کې د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوي لپاره، د یوې ساتندویه قطعې جوړېدو خبر ورکوي.

دغه مسوولین وايي، هیچا ته به په ناقانونه توګه د ځنګلونو وهلو اجازه ورنکړي.

دغه‌راز، د کندوز ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم له دې اقدامه خوښ دي او له مسوولینو غواړي چې له ځنګله وهونکو سره قانوني چلند وکړي.

د کندوز د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس مولوي امان‌الله حسن پژواک ته وویل چې د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوي لپاره یې یوه ساتندویه قطعه جوړه کړې، څو د هغو کسانو مخه ونیسي چې په ناقانونه توګه ځنګلونه وهي.

هغه زیاته کړه: «مخکې د ځنګلونو وهل یو تجارت و، د دولت لوړپوړو چارواکو د ځنګلونو په پرې کولو کې لاس درلود، موږ د ځنګلونو د ساتنې لپاره کمېټې جوړې کړې، اسلامي امارت د ساتنې یوه قطعه جوړه کړې څو له ځنګلونو ساتنه وکړي.»

د حسن په وینا، ډېری بې‌مېوې ځنګلونه په سرحدي سیمو کې د امو سیند په څنډو کې دي چې د چاپېریال ساتنې ترڅنګ د سیمو په زرغونوالي کم هم ونډه لري.

په ورته وخت کې، د کندوز امنیه قوماندان قاري بختیار معاذ وايي، د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوي ترڅنګ هڅه کوي چې په ناقانونه توګه د الوتونکو او نایابه حیواناتو د ښکار مخه هم ونیسي.

له بلې خوا، د کندوز یو اوسېدونکی وحیدالله کاروان وايي: «ځنګلونه ملي شتمني ده؛ د ځنګلونو شتون ډېرې ګټې لري؛ یو خو هوا صافوي او بل زموږ ډېره برخه ځنګلونه د امو سیند په څنډو کې دي چې د ځنګلونو شتون د یاد سیند د څنډو د ډېر تخریب مخه نیولای شي.»

دغه‌راز، د کندوز یو شمېر نور اوسېدونکي هم له حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې د ښکار او د ځنګلونو پرې کولو مخنیوی وکړي.

کندوز د افغانستان په شمال کې یو کرنیز ولایت دی چې پراخ ځنګلونه لري.

Visits: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.