منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د امریکا ځانګړي استازي د امریکاغږ او آزادي راډیوګانو د خپرونو پر بندېدو اندېښنه وښوده

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۸ کتنې
تام ویست
تام ویست

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی په داسې حال کې په افغانستان کې د امریکا غږ او آزادي راډیوګانو د خپرونو پر بندېدو اندېښنه ښودلې چې د سرپرست حکومت یوه چارواکي ویلي، دغو راډیوګانو د ژورنالیستیکو اصولو خلاف خپرونې کولې.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، د امریکا غږ او آزادي راډیوګانې چې پر اېف. اېم څپو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې اورېدل کېدې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په امر يې د لېندۍ په ۱۰ مه خپرونې درېدلې دي.

په افغانستان کې د دغو دوو راډیوګانو د خپرونو بندېدو اندېښنې راپارولې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ په خپله تويترپاڼه کې لیکلي دي: «افغانان حق لري، چې بې پلوه خبرونو او راپورونو ته لاسرسی ولري.»

له بلې خوا، د امریکا بهرنیو چارو وزارت پر اېف. اېم څپو د امریکا غږ او ازادي راډیوګانو د خپرونو بندول غندلي او دا یې یو ظالمانه اقدام بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلی، امریکا په ټوله نړۍ کې د خپلواکو رسنیو ملاتړ کوي.

پرایس پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي: «د افغانستان خلک بې‌پرې خبرونو ته د لاسرسي حق لري.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رییس عبدالحق حماد د لیندۍ پر ۱۰ مه په یوه ټويټ کې ویلي چې د ازادي راډیو خپرونې درېدلې دي.

نوموړي په دوام کې ویلي وو: «دغه راډیو چې د امریکایانو له اشغال سره سم یې خپرونې پیل کړې وې، د یو طرفه خپرونو او ژورنالیستیکو اصولو د نه رعایت له امله یې خپرونې بندې کړل شوې.»

له بلې خوا، د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په یوه ويډیويي پیغام کې ویلي وو چې په افغانستان کې د دغه رسنۍ د تړون وخت پوره شوی دی.

کریمي پژواک خبري اژانس ته وویل: «اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له هغوی سره قرارداد درلود او قرارداد یې فسخه او لغوه کړی دی.»

نوموړی په دوام کې زیاتوي: «د دغه قرارداد لغوه کول، ښايي د هغوی پر غیراصولي او د ژورنالیستیکو اصولو خلاف خپرونو اغېزې ولري.»

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست