ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د الازهر پوهنتون مشر: افغان چارواکي دې د نجونو زده‌کړو ځنډولو پر پرېکړه بیاکتنه وکړي

د الازهر پوهنتون مشر: افغان چارواکي دې د نجونو زده‌کړو ځنډولو پر پرېکړه بیاکتنه وکړي

author avatar
23 Dec 2022 - 14:39
د الازهر پوهنتون مشر: افغان چارواکي دې د نجونو زده‌کړو ځنډولو پر پرېکړه بیاکتنه وکړي
author avatar
23 Dec 2022 - 14:39

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۱): د الازهر پوهنتون مشر شیخ احمد الطیب په افغانستان کې د نجونو زده‌کړو ځنډولو پر پرېکړې اندېښنه ښودلې او له افغان چارواکو يې غوښتي چې پر ياده پرېکړه بیاکتنه وکړي.

د افغانستان لوړو زده‌کړو وزارت د ليندۍ په ۲۹مه اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر بل امر پورې ځنډول شوې دي.

د وزارت په خبرتیا کې راغلي: «د هېواد ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د کابینې ۲۸مې ګڼې مصوبې پرېکړې له مخې، د اناثو تحصیل هم تر امر ثاني پورې معطل شو.»

دا په داسې حال کې ده چې د نجونو ښوونځیو له شپږم ټولګيو فعالیت د روان ښوونیز کال له پیله ځنډول شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.