ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شبرغان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي

شبرغان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي

author avatar
30 Dec 2022 - 23:53
شبرغان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي
author avatar
30 Dec 2022 - 23:53

[restrict paid=”true”]

شبرغان (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۱): د مزار – شبرغان پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت د حادثاتو امر عبدالبشیر فیضي د مرغومي په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه نن مازدیګر د شبرغان ښار اړوند د جیغچي سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر له کرولا موټر سره ټکر کړی چې له امله یې پنځه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د فیضي په وینا، په مړه شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ټول د کرولا موټر سپرلي دي.

هغه وویل چې ټپیان د دغه ولایت ملکي روغتون ته وړل شوي دي.

[/restrict]

Views: 48

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.