خوست ښار (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۱): د خوست د عدليې رييس وايي چې په دغه ولايت د قومونو ترمنځ د ځمکو، غرونو، دښتو او څرځايونو پر سر له ٢٠٠ ډېرې لانجې او شخړې موجودې دي چې حکومتي چارې يې هم له خنډ او ځند سره مخ کړې دي.
د خوست عدليې رييس مولوي لاهورخان وفادار دا څرګندونې نن (د مرغومي ۱۰مه) پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې کړې دي.
هغه په خپلو خبرو کې وويل چې په دغه ولايت کې د قومونو ترمنځ د ځمکو، غرونو او دښتو ملکيتونو پر سر له دوه سوه ډېرې لانجې او شخړې موجودې دي.
نوموړی وايي، د يادو قومي شخړو او لانجو له ډلې ځينې يې له تېرو څو لسيزو راهيسې تر نن ورځې پورې دوام لري چې بېلګه يې د صبريو او بلخېلو قومونو ترمنځ لانجه ده.
ده زياته کړه، دا دوه قومونه له تېرو ۲۸ کلونو راهيسي د غره ملکيت پر سر له يو بل سره لانجه لري، چې ترمنځ يې څو ځلې وسلهواله شخړې هم شوې دي.
هغه زياتوي: «دومره زيات مشکل په کې راغلى چې دا مخکې دوستان او ياران وو، تګ راتګ يې درلود خو اوس دا هر څه پر دښمنۍ بدل شوي؛ يو طرف يې خوريی دی، بل طرف ماما دی، اوس مورچو کې ناست دي، يو بل په مرميو سره ولي.»
مولوي لاهورخان وفادار په خپلو خبرو کې وويل چې دغو قومي شخړو او لانجو د ډېرو ځوانانو ژوند اخيستی چې اوس يې له کبله د قومونو ترمنځ کرکه او نفرت موجود دی او له يو بله د غچ اخیستو په لټه کې دي.
هغه وايي: «ډېر زيات شورش او مشکل يې ايجاد کړی په ټولنه کې؛ د هر چا ذهن د نفرت طرف ته ځي؛ ځکه چېرته چې جنګ وي او هر سړی خپل کشر ته دا انګېزه ورکوي چې مثلاً دا زموږ په خلاف داسې ناروا کړنې کوي، زور او جبر کوي نو بايد موږ يې هم وکړو چې له دغه کار سره ډېر لوی نفرت او نفاق په خلکو کې پيدا کېږي.»
نوموړي پژواک ته زياته کړه چې يادو قومي لانجو او شخړو د دغه ولايت د حکومتي چارواکو اساسي چارې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.
هغه وايي، د دې لپاره چې دغو لانجو او شخړو حل ته پر وخت رسېدنه شوې وي، د عدلي او قضايي ادارو ترڅنګ که په ولايتي کچه د شخړو هواري يو کمېسيون هم رامنځته شي، نو پايلې به يې ډېرې مثبتې وي.
ده زياته کړه: «حکومتي مسوولينو ته يې ډېر زيات سرخوږی جوړ کړی؛ امنيتي ارګانونه، استخباراتي ارګانونه او که قضايي او عدلي ارګانونه دي، دا يې ټول مصروف کړي، که هر وخت شخړه رامنځته شي، امنيتي ځواکونه مجبور دي هلته رسېدنه وکړي.
مولوي لاهورخان وفادار دغه راز زياته کړه، دا مهال د يو شمېر قومي لانجو دوسيې په عدلي او قضايي ادارو کې تر څېړنو لاندې دي چې ځينو ته يې رسېدنه شوې او ځينې نورې بيا تر کار لاندې دي.
نوموړي همدارنګه له خلکو او قومونو هم غوښتنه وکړه چې په ناحقه موضوع باندې دې له يو بل سره لانجې او دعوې نه کوي، له صبر او زغمه دې کار واخلي.
د يادونې ده، د خوست ترڅنګ د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم د قومونو ترمنځ ورته ستونزې موجودې دي خو په حکومتي کچه د يادو ستونزو د حل لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP