منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۹ غ.و
۹°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

غړي

خیرخواه: رسنۍ دې د کاذبو اطلاعاتو له خپرولو ډډه وکړي او حقايق دې خپاره کړي

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د دې ترڅنګ چې وايي، رسنۍ دې خپلې خپرونې داسې عیار کړي چې هم د هېواد او هم د نظام او هېوادوالو په ګټه وي، له رسنيو وغوښتل د کاذبو اطلاعاتو له خپرولو ډډه وکړي او حقايق خپاره کړي.

غړي

د ډبرو سکرو د استخراج پر طرحې او قراردادونو له سره کتنه کېږي

اقتصادي کمېسیون د دې ترڅنګ چې پرېکړه کړې د ډبرو سکرو پر طرحې او قراردادونو دې له سره کتنه وشي، يوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د کابل ښار شهزاده سرای سره نږدې د سوداګريز مرکز د ودانۍ جوړولو نقشه په هر اړخيز ډول وڅېړي.

غړي

د کابل جنګلک روغتون ورغول شو

پر نشو روږدو کسانو د درملنې لپار د کابل جنګلک روغتون د ترکیې خیریه بنسټ «IHH» په مالي ملاتړ په اساسي ډول ورغول شو او په دغه روغتون کې ۲۰۰ بسترونه زیات شول.

شنونکي: که نړۍوالې مرستې نه وی شوې، د افغانستان اقتصاد به له ډېرو ننګونو سره مخ شوی وای

د چارو شنونکي له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې روانې مرستې د ستونزو په کمولو کې ډېرې اغېزناکې بولي وایي، که دا مرستې نه وای نو افغانستان به له اقتصادي پلوه له ډېرو ننګونو سره مخ شوی وای.

غړي

سیګار: امریکا د تېر نظام له سقوط وروسته له افغانستان سره ۱/۱ میلیارد ډالر نغدي مرسته کړې ده

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې (سیګار) په یوه راپور کې ویلي، امریکا د تېر نظام له پرځېدو وروسته له افغانستان سره ۱.۱ میلیارد ډالر نغدي مرسته کړې ده.

د فوټبال نړیوال جام؛ امریکا ایران ته ماتې ورکړه او کوربه هېواد قطر درېیمه لوبه هم بایلوده

اټلانټا (پژواک، ۸ لیندۍ ۱۴۰۱)‍‍: د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې امریکا ایران ته ماتې ورکولو سره له انګلستان ، سینیګال او نیدرلینډ سره دویم پړاو ته لاره پیدا کړه. د سه شنبې په ورځ لومړۍ لوبه د…

سږ کال پر سینه‌ او بغل د اخته کسانو شمېر د تېرو دوو کلونو په پرتله نږدې ۴۸ سلنه ډېری شوی

ډاکتران په هېواد کې د سینه او بغل ناروغۍ د زیاتېدو خبره کوي او له خلکو غواړي چې له کوره د وتلو پر مهال ماسک وکاروي او ناروغان، په ځانګړې توګه پر دغې ناروغۍ اخته ماشومان دې ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.

نور راپورونه