ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت سنوکر کلب جوړ شو

کندهار کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت سنوکر کلب جوړ شو

author avatar
30 Nov 2022 - 02:44
کندهار کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت سنوکر کلب جوړ شو
author avatar
30 Nov 2022 - 02:44

کندهار (پژواک، ۸ لیندۍ ۱۴۰۱) د کندهار په عینو مېنه کې د لسو میلیونو افغانیو په لګښت د سنوکر یو نوی کلب پرانستل شو او په فعالیت یې پيل وکړ.

د دغه کلب مسوولین وایي، پر یاد کلب یې د ودانۍ او نورو وسایلو په ګډون لس میلیونه افغانۍ پانګونه کړې او موخه يې دا ده چې د نورو لوبو تر څنګ دې لوبې ته هم کار وشي.

د دغه کلب مسوول حاجي بشیر الفت وایي، غواړي د سنوکر په برخه کې هم ځوانانو ته کار وشي او دلته داسي یو معیاري کلب شتون ولري چې ځوانان په شوق په هغه کې دغه لوبه تر سره کړي.

ده زیاته کړه: «زموږ هدف دا دی چې ځوانان لکه د نورو لوبو په څېر له دې لوبو هم خوند واخلي او په داسي یوه معیاري کلب کې سنوکر وکړي.»

دا مهال په کندهار کې د سنوکر فدراسیون نشته ځکه د دغه لوبې کلبونه ډېری تړل شوي او ډېر کم شمېر فعالیت لري.

د سنوکر د فدراسیون پخوانی مسوول محمد وایي، له تېر یو نیم کال راهیسې د سنوکر فدراسیون لغوه شوی او بیا نه دی فعال شوی ځکه کلبونه یې هم له شلو څخه اوس یوازې شپږ یا اوو ته راکم شوي دي.

ده وویل، هڅه کوي چې د سپورټ د برخې له مرکزي مسوولینو سره په دې اړه خبرې وکړي تر څو یو ځل بیا د دغه لوبي فدراسیون فعال شي.

ده زیاته کړه: «موږ په کندهار کې د سنوکر ښه لوبغاړي لرو خو دې لوبي ته اوس مهال خاصه پاملرنه نه کیږي، نو زموږ هڅه هم دا ده چې فدراسیون یو ځل بیا فعال شي او دې لوبي ته پاملرنه وشي.»

د سنوکر لوبغاړي هم وایي، په کندهار کې ډېری ځوانان د دغه لوبې مینه وال دي خو دلته اوس مهال د سنوکر کلبونه کم شوي او دغه راز سیالۍ هم نه تر سره کیږي.

د سنوکر یو تن لوبغاړی محمد طاهر قریشي وایي، له ډېرې مودې دغه لوبه کوي او خوښ دی چې په کندهار کې د دغه لوبي یو معیاري کلب جوړیږي.

دی غوښتنه کوي چې دې لوبې ته هم باید پاملرنه زیاته شي او دلته لوبغاړي وروزل شي تر څو د نورو ولایتونو او یا هم له هېواده بهر له لوبغاړو سره سیالۍ تر سره کړي.

ده زیاته کړه: «په کندهار کې د سنوکر ډېر مینه وال شته، اول زه یم دا لوبه مې ډېره خوښه ده خو موږ ته اوس نه د سیالیو زمینه برابره شوې او نه هم داسي روزنه لرو چې دغه لوبه په معیاري ډول زده کړو.»

کندهار کې دا مهال د سنوکر دولتي کلب نشته او د شخصي کلبونو شمېر اوو ته رسیږي خو د لوبغاړو د شمېر په اړه یې کره معلومات هم نشته.

Visits: 782

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.