ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تاجکستان کې د افغانستان په تړاو د “ هرات امنیتي کنفرنس“ پیل شو

په تاجکستان کې د افغانستان په تړاو د “ هرات امنیتي کنفرنس“ پیل شو

author avatar
30 Nov 2022 - 04:38
په تاجکستان کې د افغانستان په تړاو د “ هرات امنیتي کنفرنس“ پیل شو
author avatar
30 Nov 2022 - 04:38

اټلانټا (پژواک، ۹ لیندۍ ۱۴۰۱) : د افغانستان د وروستیو حالاتو په تړاو د هرات لسم امنیتي کنفرانس د تاجکستان په کوربه توب په دوشنبې ښار کې پیل شو، چې دوه ورځې به دوام کوي.

دا نړیوال کانفرانس له تېرو لسو  کلونو راهیسې هر کال په هرات ښار کې د افغانستان د ستراتیژيکو مطالعاتو انسټیټیوټ لخوا ترسره کېدلو، خو اوس د لومړي ځل لپاره له هېواده بهر په تاجکستان کې ترسره کېږي.

یاد انسټیټیوټ پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې په دې کنفرانس کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د کابینې یو شمېر غړي، دیپلوماتان، سیاسیون، د سولې پلاوي غړي، د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) پخوانی مشر جنرال اسد درانی، د کوزې پښتونخوا و تلی سیاستوال افراسیاب خټک، افغانستان لپاره دامریکا د سفارت شارزدافیره مېرمن کرن ډیکر، د اروپایي اتحادیې ځانګړی استازی او له یو شمېر نورو هېوادونو څخه

راغلیو استازو ګډون کړی دی.

پخوانی جهادي قوماندان اسماعیل چې اوس په ایران کې ژوند کوي، ددغه هېواد لخوا ورته په دغه کنفرانس کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې، دغه راز د پاکستان حکومت د پارلمان غړي محسن داوړ د اسلام اباد له نړیوال هوایي ډګره بیرته ګرځولی او دې کنفرانس کې د ګډون اجازه یې نه ده ورکړې.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فرهاد سلیم د وینا پر مهال په افغانستان کې دده په وینا، د ترهګریزو فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.

هغه په افغانستان کې ښځو او لږکیو ته د حقونو  نه ورکول وغندل او په دغه هېواد کې یې د یوه ټولشموله حکومت غوښتنه وکړه.

د کوزې پښتونخوا وتلي سیاستوال او پخواني سناتور افراسیاب خټک وویل چې افغانستان د سترو قوتونو د ستراتيژيکو مسابقو پر میدان بدل شوی دی .

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د اوسني بحران له منځه وړلو په موخه  د ملګرو ملتونو تر یوه ميکانیزم لاندې یوه تلپاتې دیموکرات حکومت رامنځته شي.

بلخوا افغانستان لپاره داروپایي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن یاد کنفرانس ته وویل چې دوی د افغانستان لپاره له سرپرست حکومت سره تعامل کوي.

هغه زیاته کړه، په همدې موخه یې د ملګرو ملتونو له افغانستان سره سلګونه میلیونه یورو بشري مرستې کړې دي .

نېکلاسن د افغانستان ښځو او نجونو ته د هغوی د حقونو پر ورکړې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ښځو حقوق غربي بحث نه دی، بلکې د یوه هېواد د اقتصاد او پرمختګ لپاره اړین دی.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل چې تېر کال د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د کابل تر سقوط وروسته په هېواد کې د بحران د یوه سوله ییزې هوارې لارې وتړل شوې.

د پخواني حکومت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا پخپله وینا کې ادعا وکړه، چې د ډیورنډ پولې له پورې غاړې څخه د ترهګرو مرکزونه دېخوا راوړل شوي دي چې د افغانستان، سیمې او نړۍ ثبات یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

خو د افغانستان سرپرست حکومت تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه ددې کنفرانس په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Visits: 115

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.