ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنیو چارو وزارت: تېر یوه کال کې د هېواد په کچه د انسان‌تښتونې ۱۲۰ پېښې ثبت شوې دي

د کورنیو چارو وزارت: تېر یوه کال کې د هېواد په کچه د انسان‌تښتونې ۱۲۰ پېښې ثبت شوې دي

author avatar
6 Feb 2023 - 14:50
د کورنیو چارو وزارت: تېر یوه کال کې د هېواد په کچه د انسان‌تښتونې ۱۲۰ پېښې ثبت شوې دي
author avatar
6 Feb 2023 - 14:50

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه د انسان‌‌تښتونې ۱۲۰ پېښې ثبت شوې او د عاملینو پر ضد یې په بېلابېلو سیمو کې ۲۰۰ عملیات ترسره شوي دي.

سرچینه زیاتوي، په دغه موده کې ۱۰۰ تښتول شوي کسان د تښتوونکو له منګولو راخوشي شوي چې په ترڅ کې یې ۱۰ انسان‌تښتوونکي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ میاشتې له پیل راهیسې د هېواد په کچه د تښتونې ۱۲۰ قضیې ثبت شوې دي.»

د هغه په خبره، امنیتي ځواکونو د عملیاتي او کشفي پلانونو له مخې، د تښتونې په چارو کې د ښکېلو کسانو نیولو لپاره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۲۰۰ عملیات ترسره کړي دي.

نوموړی وایي: «په دغو عملیاتو کې د انسان تښتونې جرایمو اړوند ۲۱۶ شکمن او تورن  کسان د پولیسو له خوا نیول شوي او همداراز ۱۰ انسان‌تښتوونکي له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي  دي.

د ټکور په خبره، پولیسو د پلان شوو او منظمو عملیاتو په ترڅ کې د هېواد له بېلابېلو سیمو ۱۰۰ تښتول شوي کسان د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورلي دي، خو پنځه تښتول شوي کسان د انسان‌تښتوونکو له خوا وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړه: «له تښتوونکو څخه ۱۳ موترونه، ۱۹ میله وسله، یوه مخابره، ۱۱۵ موبایلونه او همداراز ځیني پوځي وسایل او تجهیزات، د پولیسو لاسته ورغلي دي.»

هغه د پولیسو له خوا د نیول شوو انسان‌تښتوونکو د برخلیک په اړه معلومات ورنکړل.

خو وې ویل، کله چې امنیتي ځواکونه مجرمین نیسي، محکمې ته يې سپاري او مجرمینو ته د سزا ورکولو واک له محکمې سره دی.

Visits: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.