Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې د وروستیو واورې ښویېدنو له امله ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

فیض‌اباد (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د بدخشان مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د وروستیو پنځو ورځو په ترڅ کې د واورې ښويېدنو له امله ۴ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي.

د بدخشان طبیعي پېښو ته د رسېدو رییس مولوي محمداکرم اکبري پرون (د سلواغې ۲۲مه) پژواک خبري اژانس ته وویل: «په تېرو پنځو ورځو کې په یاوان او راغستان ولسوالیو کې د واورې ښوېیدنې له امله ۴ کسان مړه او اته نور ټپيان شوي دي.»

هغه زیاته کړه، د دغه واورې ښوېیدنې له امله د لسو ولسوالیو لارې له د ولایت له مرکز فیض‌اباد سره تړل شوې دي.

د راغستان ولسوال حیات‌الله الماس پژواک ته وویل: «د دغې ولسوالۍ مواصلاتي لاره د بدخشان له مرکز سره تړل شوې چې له امله یې، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي روغتیایي مرکزونو، د څښاک پاکو اوبو او خوراکي توکو لاسرسی برخه کې ل ه ستونزو سره مخ شوي دي.»

له بلې خوا، د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وایي، د لارو پاکولو کار روان دی چې ډېر ژر به د خلکو پر مخ پرانیستل شي.

هغه وویل، د واورو ورېدو او ښوېیدو له امله د یاد ولایت مرکز فیض‌اباد ښار ته د ارغنج‌خواه، شغنان، مایمي، نسي، کوف آب، شکي، کوهستان، یاوان او راغستان ولسوالیو مواصلاتي لارې بندې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «د لارو پر پاکولو کار روان دی، خو وخت به ونیسي، له موټرچلوونکو غوښتنه کوو چې تر بلې خبرتیا پورې دې سرحدي ولسوالیو ته له سفره ډډه وکړي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.