Language

زرداري: کابل او نړۍواله ټولنه د پاکستان پر وړاندې شته ګواښونو ته په جدیت نه ګوري  

اټلانټا (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا کوي چې داعش د افغانستان سرپرست حکومت ته ستر ګواښ دی او وایي چې په کابل کې د نظام له بدلون وروسته په پاکستان کې ترهګريزې پېښې ډېرې شوې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې پرون (شنبه، د سلواغې ۲۹مه) د مونیخ امنیتي کنفرانس پر مهال کړې دي.

هغه زیاته کړې، د افغانستان مقاومت جبهه د سرپرست حکومت لپاره هیڅ ګواښ نه دی خو ټینګار یې کړی چې داعش د اسلامي امارت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې په مشرۍ د «ډله‌ییز امنیت» تړون لوی درستیز ادعا کړې وه چې د افغانستان په شمال کې د داعش سلګونه وسله‌وال راټول شوي او دغه ډله د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره ګواښ ده.

login or register a new account.