منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۴ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بدخشان په راغستان کې د واورې ښویېدنې له امله درې ښځې ژوبلې شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۷ کتنې

فیض‌اباد (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې نن سهار د واورې ښویېدنې له امله درې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او درې ښځې ټپیانې شوې دي.

د راغستان ولسوال مولوي حیات‌الله الماس نن (د سلواغې ۳۰ مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د واورې ښویېدنې له امله د دغې ولسوالۍ په دودره کلي کې درې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او درې ښځې ټپیانې شوې دي.

هغه زیاته کړه، تر ویجاړ شوو کورونو لاندې بند پاتې کسان د امنیتي ځواکونو او ځايي خلکو له خوا ایستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د بدخشان ولایت د قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي ذبیح‌الله مجاهد پژواک ته ویلي و چې د کوف اب ولسوالۍ په چت نیو کلي کې هم د واورې ښویېدنې له امله ۲۰ کورونه او ۲۵ دوکانونه ویجاړ شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې