منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

«د خبریالانو او رسنيو اړوند پېښې ۱۴ سلنه کمې شوې دي»

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۸۸ کتنې · تازه شوی
Social media

کابل (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۱): د افغانستان د رسنیو او ژورنالېستانو بنسټونو فدراسیون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې سږ کال د تېر کال په پرتله د رسنیو او خبر یالانو اړوند پېښو کې ۱۴ سلنه کموالی راغلی، دغه راز د رسنیو ځينو کارکوونکو له مسوولو بنسټونو غوښتي چې په رسنیزو چارو کې د غیرمسوولو کسانو د مداخلې مخه دې ونیول شي.

یاد فدراسیون نن د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د ځینو حکومتي مسوولینو، د رسنیو مدیرانو او خبریالانو په حضور کې ناسته وکړه.

د افغانستان د رسنیو او خبریالانو بنسټونو د مشرتابه غړي محمدبشیر عاطف د دې ناستې په پیل کې وویل، د رسنیو وضعیت د اسلامي امارت له لومړیو ورځو ښه شوی او اوس د دې وخت رارسېدلی چې د رسنیو د لاښه پیاوړتیا او کیفیت لپاره کار وشي.

د یادو بنسټونو فدراسیون مشرتابه یوه بل غړي تاج‌محمد احمدزاده په دې ناسته کې د دغه فدراسیون په کلني راپور کې وویل، د روان کال په ترڅ کې د خبریالانو او رسنیو اړوند ۱۳۷ پېښې شوې چې د تېر کال د همدغه وخت په پرتله چې ۱۵۹ پېښې ثبت شوې وې، ۱۴ سلنه کموالی ښيي.

هغه زیاته کړه، په تېر یوه کال کې د رسنیو د کارکوونکو د مړینې ۵ پېښې، په پېښو کې د رسنیو کارکوونکو د وژل کېدو  ۲ پېښې، د ټپي کېدو ۳ پېښې، د لنډمهاله بندي کېدو ۵۶ پېښې، د وهلو او ټکولو ۲۲ پېښې، د سپکاوي ۴۴ پېښې، رسنیو ته د ورننوتلو یوه پېښه او د اقتصادي ستونزو او اورلګېدنې له امله د رسنیو د بندېدو ۳ پېښې وې.

د یاد راپور له مخې، په دې وروستیو کې مثبت تغییر دا دی چې د نیول کېدو پر مهال وهل ټکول کم شوي او په وروستیو درېیو میاشتو کې د رسنیو هيڅ کارکوونکی د نیول کېدو پر مهال وهل شوی نه دی.

د یاد فدراسیون په کلني راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال په ترڅ کې ۶ نوې رسنۍ فعالې شوي دی.

دغه راز په راپور کې رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون جوړېدل د تېر یوه کال په ترڅ کې د لاسته راوړنې له ډلې یاد شوی دی.

د افغانستان د رسنیو او خبریالانو بنسټونو فدراسیون په پرېکړه‌لیک کې د رسنیو د مالیاتو له معافیته د مننې ترڅنګ، د اطلاعاتو او کلتور له وزارت نه غوښتنه شوې چې په ټولو ادارو کې د دې چارې له اجرایي کېدو څارنه وکړي.

په یاد پرېکړه‌لیک کې غوښتل شوي چې د رسنیو برېښنا دې د دوو کلونو لپاره له سوداګریزې برخې استوګنیزې ته بدل شي؛ د ر سنیو په کارونو کې دې د غېرمسوولو ارګانونو د مداخلې مخه ونیول شي، رسنۍ دې ډېرې ښځینه کارکوونکې وګوماري او نړۍ او د خبریالانو ملاتړي بنسټونه دې له سیاسي ملحوظاتو پرته له رسنیو او خبریالانو ملاتړ وکړي.

په دې ناسته کې د تمدن ټلوېزون مسوول مدیر محمد رحمتي وویل، د بیان ازادي یوه غربي پدیده نه ده، بلکې د اسلام دین د هغه منادي دی نو له همدې امله باید ورته درناوی وشي.

هغه دغه راز د استخباراتي ځواکونو له لوري د رسنیو کارکوونکو د نیولو پېښو ته په اشارې وویل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید د رسنیو ټول مسوولیت پر غاړه واخلي، که کومه سپارتنه او یادونه وي نو د همدغه وزارت له لوري دې رسنیو ته وویل شي.

له بلې خوا، یوه خبریال صمیم فیضي د راپورونو په چمتو کولو کې د حکومتي مسوولینو پر نه همکارۍ نیوکه وکړه او ویې ویل، که حکومتي مسوولین همکاري وکړي او اطلاعات پر وخت خپاره شي، نو د شایعاتو مخنیوی به وشي.

نوموړي دغه راز له مسوولو بنسټونو وغوښتل څو په رسنیو کې د غیرمسوولو خلکو د دخالت مخه ونیسي او له رسنیو دې ملاتړ وکړي.

 په یاده ناسته کې د رویداد خبري اژانس مسوولې مینې حبیب ته د مېړانې مډال ورکړل شو.

نوموړې د یاد مډال ترلاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړه، ویې ویل که څه هم ورته د بهر تلو زمینه برابره ده خو هېواد ته خدمت کول غوره ګڼي او غواړي هېوادوالو ته کار وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور