Language

خوست کې یوه روږدي په ډزو خپل زوی او لور وژلي، بل زوی او خپله مور یې ټپیان کړي

خوست (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): د خوست امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې یوه روږدي کس په ډزو خپل زوی او لور وژلي، بل زوی او خپله مور یې ټپيان کړي او ورسته دی هم وژل شوی دی.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مستغفر ګربز پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه پرون ماښام د ګربزو ولسوالۍ په بوري‌خېلو سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، د سردار په نوم یوه ۴۰ کلن نشه‌يي کس د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړې، خپل ۱۶ کلن زوی او ۱۲ کلنه لور یې وژلي، بل ۱۳ کلن زوی او خپله شاوخوا ۶۰ کلنه مور یې ټپيان کړي دي.

نوموړی وايي، له پېښې وروسته امنیتي کسان سیمې ته تللي او هڅه یې کوله چې دغه کس ونیسي، خو پر دوی یې هم ډزې کړې دي.

login or register a new account.