مهترلام (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۲): د لغمان له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام او الېشنګ ولسوالۍ کې سخت اورښت او ږلۍ خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.
د دغې ادارې رییس قاري خیرمحمد غازي پژواک خبري اژانس ته وویل، هغه معلومات چې دوی له مرکز مهترلام او الیشنګ ولسوالیو تر لاسه کړي، ښيي چې د تېرې شپې اورښت او ږلۍ ۷۰۰ جریبه بېلابېلې کروندې له منځه وړې دي.
هغه زیاته کړه، دغهراز په مرکز او یاده شوې ولسوالۍ کې د استوګنې ۲۵ کورونه هم نړېدلي، له ۱۰۰ ډېرې د لمریزې برېښنا هیندارې ماتې شوې او د باغونو لسګونه مېوه لرونکي ونې چپه شوې دي.
د مرکز مهترلام د محمد خېلو سیمې یوه اوسېدونکي عبدالمجید پژواک اژانس ته وویل، پرون شپه دلته شدیده ږلۍ و اورېده چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه واړول.
هغه زیاته کړه: «شدید اورښت او ږلۍ زما د بادامو، انګورو، شفتالو، زردالو او نارنج د باغ ګڼې ونې چپه کړې او د ناستې یوه کوټه نړېدلې ده خو له ښه مرغه د سر زیان یې نه دی اړولی.»
دغه راز د مرکز اړوند د چهلمټیو سیمې اوسېدونکی پاینده محمد بیا وايي چې ږلۍ یې ټوله کرنیزه ځمکه خرابه کړې ده.
هغه زیاته کړه، پر خپله ځمکه یې پياز، کچالو لوبیا او نور توکي کرلي وو چې ټول له منځه تللي دي.
په لغمان کې په داسې حال کې اورښت او ږلۍ خلکو ته مالي زیانونه اړولي چې د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې وري میاشتې له ۲مې تر ۵مې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.