ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د یوې سرګلولې چاودنې د ماشومانو په ګډون ۶ کسان ټپیان کړي

غزني کې د یوې سرګلولې چاودنې د ماشومانو په ګډون ۶ کسان ټپیان کړي

author avatar
22 Mar 2023 - 23:40
غزني کې د یوې سرګلولې چاودنې د ماشومانو په ګډون ۶ کسان ټپیان کړي
author avatar
22 Mar 2023 - 23:40

غزني ښار ( پژواک، ۲ ورۍ  ۱۴۰۲): د غزني په واغظ  ولسوالۍ کې د یوې زړې سرګلولې چاودنې له امله یوه ښځه او پنځه ماشومان ټپیان شوي دي.

ځایي چارواکي وایي، پېښه نن ماښام مهال شاوخوا ۶ بجې د دې ولسوالۍ د چهارده په سيمه کې د کوچیانو په یوه خېمه کې هغه مهال وشوه چې ماشومانو پر یوې سرګلولې لوبې کولې.

د غزني د اطلاعات او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي منصور افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، په پېښه کې یوه ښځه او پنځه ماشومان ټپيان شوي چې د غزني ملکي روغتونو ته لېږدول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په ټپيانو کې د دوو ماشومانو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.