ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت: درې وګړي مو په افغانستان کې بندیان دي

د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت: درې وګړي مو په افغانستان کې بندیان دي

author avatar
2 Apr 2023 - 07:42
د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت: درې وګړي مو په افغانستان کې بندیان دي
author avatar
2 Apr 2023 - 07:42

اټلانټا (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۲): د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت ويلي، په افغانستان کې یې درې وکړي د سرپرست حکومت له خوا بندیان دي.

د (پرسیډیون شبکې) په نوم یوه بشردوستانه سازمان بي‌بي‌سي ته ویلي چي یاد کسان په تېره جنورۍ میاشت کې نیول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د یادو کسانو له ډلې یو کوین کورنل نومېږي چې ۵۳ کاله عمر لري، خو د دوو نورو نیول شوو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی.

د راپورونو له مخې، کورنل او دویم کس د جنورۍ په ۱۱مه نیول شوي او درېیم بیا ورپسې څو ورځې وروسته نیول شوی دی.

خو تر اوسه یې په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت د دغه خبر د پخلي ترڅنګ ویلي، دوی هڅه کوي چې له دغو کسانو سره اړیکې ټینګې کړي.

(پرسیډیوم نټورک) یو نادولتي بشردوستانه سازمان دی چې مرکز یې په بریتانیا کې دی او د کړکېچ په برخو کې فعالیت کوي؛ دغه سازمان د تاوتریخوالي کمولو او بېوزلۍ کې سیاستوالو ته د لارو چارو موندلو په اړه سلا مشورې ورکوي.

د راپورونو له مخې، دغه کسان د غیرقانوني وسلو ساتلو په تور نیول شوي، خو نیول شوو ته نږدې کسانو ویلي چې هغوی له کورنیو چارو وزارته د وسلو ساتلو جواز درلود.

تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 143

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.